د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د عمران خان او د پاکستاني پوځ خبرې یو شان دي'


د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان.
ژباړه: بشیر ګواښ، مشال راډیو

د پاکستان د انګرېزي ژبې په ورځپاڼې ډېلي ټایمز کې ډاکتر محمد تقي ليکلي چې څه موده وړاندې د تحريک انصاف د ګوند مشر او د کرکټ د پخواني لوبغاړي عمران خان له خوا په پيښور کې د کړي دهرنې يا ناستې وروسته ليکلي وو چې ایسټبليشمينټ د افغانستان پر مسله د امريکا پر وړاندې خپل سياسي کسان يو په بل پسې رامخې ته کوي.

هغه ليکلي چې د پيښور له ناستې شپږ مياشتې وروسته عمران خان په لاهور کې د يوې لويې جلسې په کولو سره په سياسي دايره کې د بدلون د راوستلو د شعار سره په پوره توګه راڅرګند شو.

ډاکتر تقي ليکلي چې په منار پاکستان کې د خپلې جلسې پر مهال عمران هر هغه څه وويل چې د پاکستان ايسټبليشمينټ يې وايي.

د ليکوال په وينا نوموړی د ښو، بدو او بدرنګه ټولو طالبانو سره روغه غواړي، د ياغيانو خلاف پوځي عمليات نه غواړي او د جګړو له سيمو څخه د پوځ ويستل غواړي.

دا هغه څه دي چې د پاکستان پوځ يې هم غواړي. په مقاله کې راغلي چې د پاکستان پوځ نه يوازې د سوات د ملا فضل الله چې په ملا ريډيو مشهور دی، خلاف ګام پورته کول نه غوښتل بلکې د بهرنيوو ياغيلنو لکه سراج الدين حقاني، ملاعمر او ايمن الظواهري پر ضد هم عمليات نه کوي.

د ډيلي ټايمز ورځپاڼې په دې ليکنه کې راغلي چې عمران خان غواړي امريکا سره له افغانستان څخه په ژر وتلو کې مرسته وکړي، قبايلي سيمې د ملکانو په واک کې پريږدي او د جادويي لښتې په خوځولو سره ترهګري له منځه يوسي.

ليکوال وايي چې که عمران خان د قبايلي سيمې په اړه سم نظر درلودای نو ليدلی به يې وای چې هم هغه وحشي کسانو چې نوموړی ورسره د روغې او سولې خبرې غواړي، په زرګونه ملکان حلال کړي دي.

په مقاله کې زياته شوي چې عمران خان د بهرنيوو جنګياليوو په خلاف د ډرون بريدونو په اړه غصه ښکاره کوي خو د هغه ترهګرو په اړه هيڅ نه وايي چې کرمه يې خرابه کړي ده.

ډاکتر محمد تقي په ډيلي ټايمز ورځپاڼه کې وړاندې ليکي چې تيره اونۍ عمران خان د خپلې جلسې پر مهال خلکو ته د درغليوو په اړه ډير څه وويل خو هيځکله يې دا ونه ويل چې درغلي له ملکه څنګه پاکېدلی شي او نه يې هم د پوځي جنرالانو د ملک دننه او بهر سرمايو په اړه خبرې وکړي.

ډاکتر تقي د عمران خان په باره کې وايي چې هغه په خپل پنځلس کلن سياسي ژوند کې له ځان ګيرچاپيره ايمانداره کسان راټول نه شو کړلی او نه به یې په راتلونکو پنځلسو مياشتو کې چې انتخاباتو ته پاتې دي، راټول کړل شي.
XS
SM
MD
LG