د لاسرسي ځای

راتلونکې څو اونۍ د امریکا پاکستان اړیکو لپاره مهمې دي


د امریکا و پاکستان جنډیانې

د امریکا و پاکستان جنډیانې


د امريکا دوو سېنېټرانو چي په اوسنيو ورځو کي يې د پاکستان او افغانستان سفر کړی ويلي چي راتلونکي اونۍ به د امريکا او پاکستان د اړيکو په لړ کي ډيري مهمي وې ځکه چي امريکا به دا په ډاګه کوي چي آيا پاکستان د اسلامي سخت دريځۍ په ضد د دوی يو باوري ملګری دی او که نه؟

ډيموکراټ سېنېټر مارک اوډال چي د سېنېټ د استخباراتي کمېټۍ غړی دی وايي، داسي ښکاري چي پاکستان په افغانستان کي دوه ګونې لوبه کوي چي هم اور بلوي او هم يې وژني.

يو بل ډيموکراټ سېنېټر جېک ريډ بيا وايي ، راتلونکي څو اونۍ به دا په ډاګه کړي چي آيا موږ له پاکستان سره د حقاني شبکې په څير د خپلو دښمنانو په ضد په اغېزناکه توګه کار کولای شو او که نه؟

نوموړی زياتوي چي ده پر پاکستاني چارواکو فشار راوستی چي دوی دې په افغانستان کې د حقاني شبکې عمليات ودروي او د نورو هغو ډلو عمليات دي غوڅ کړي چي د سړک پر غاړه بمونه ښخوي او امريکايان وژني.

بلخوا سېنېټر اوډال وويل، په کار ده چي په څو ورځو يا څو اونيو کي ګامونه پورته کړل شي. د امريکا او پاکستان استخبارات په ګډه کار کوي خو د همکارۍ د لا پياوړي کېدو ضرورت دی. ځيني نيمګړتياوي شته خو موږ له خپل اړخه او پاکستان له خپل اړخه همکاري جاري ساتي.

امريکا راپور ورکړی چي د پولي له آخوا څخه د دوی پر سرتيرو په بريدونو کي په داسي وخت کي لږ زياتوالی راغلی چي وار د مخه لا د امريکا لخوا په پاکستان کي د اسامه تر وژل کېدو وروسته د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکي کړکېچني شوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزيري هېلري کلنټن په ګډون لوړپوړو امريکايي چارواکو تېره مياشت د پاکستان دوره وکړه او ټينګار يې وکړی چي دوی دي د اسلامي سخت دريځه ډلو په ځانګړې توګه د حقاني شبکې په ضد عمليات وکړي.
XS
SM
MD
LG