د لاسرسي ځای

درې پاکستانیو لوبغاړيو ته د بند سزا وارول شوه


د پاکستاني کرکت ټیم پخوانی کپتان سلمان بټ

د پاکستاني کرکت ټیم پخوانی کپتان سلمان بټ


سراج ظهیر - اسلام آباد


د برتانییا په لندن کې له تېرو درو اونیو راهیسې د پاکستاني کرکټ ټیم د درو لوبغاړو سلمان بټ،محمد عام او محمد آصف مقدمه روانه وه چې نن یې ورته سزاګانې واورولې.

د فیصلې اورولو په مهال د کراون عدالت جج کوک وویل چې د مظهرمجید په ګډون چې د دوی د لوبو فیکسینګ یې کړی وو په ګدو درو واړو لوبغاړو یو نیم لک پاونډ اخیستي ول.

محمد اصف پاکستانی کرکټر

محمد اصف پاکستانی کرکټر

د عدالتي فیصلی له مخې پخواني کپتان سلمان بټ ته دوه نیم کاله، محمد آصف ته یو کال او محمد عامر ته د شپږو میاشتو او مظهرمجید دوه کاله اته میاشتې لپاره د قید او جرمانې سزاګانې وارول شوې.او د هغوی د رحم اپیل یې رد کړ.

د دې تر څنګ سلمان بټ به تقریبا دیرش زره پاونډه ، محمد آصف اته زره یو سل شل پاونډه ، او محمد عامر به څه له پاسه نهه زره پاؤنډه جرمان پرې کوي.

محمد عامر پاکستانی لوبغاړی

محمد عامر پاکستانی لوبغاړی

په دوي باندی په کرکټ لوبه کی د پيسو اخیستلو تورونه وو چې په ۲۰۱۰ م کال کې یې د لارډز په یو ټیسټ میچ کی نو بالز ورکړي چې د همدې پر سر یې له سټه بازانو (دلوبو جوارګر) نه پیسې اخیستې وې. او په همدې ګرم وګرځول شول.

د کرکټ لوبو څېړونکی چشتي مجاهد وايي چې دوی واړو ته سمې سزاګانې اورول شوې دی.او د همدې اورونې تمه کېده.او که دوی ته دا سزا نه وای ورکړل شوې هم خو د هغوی مجرم ګرځول یې د بدنامۍ لپاره کافي وو.او پکار وو چې سزا ورته ورکړل شي.او له دې نه به نورو ته مالومه شي چې د قانون لاسونه ډېر اوږده دي.
XS
SM
MD
LG