د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لندن عدالت د کرکټ درې پاکستاني لوبغاړي سزا کړل




د برتانییا په لندن کې له تېرو درو اونیو راهیسې د پاکستاني کرکټ ټیم د درو لوبغاړو سلمان بټ،محمد عام او محمد آصف مقدمه روانه وه چې نن یې ورته سزاګانې واورولې.


د عدالتي فیصلی له مخې سلمان بټ ته دوه نیم کاله، محمد آصف ته یو کال او محمد عامر ته د شپږو میاشتو لپاره د قید سزاګانې وارول شوې.

د دې تر څنګ سلمان بټ به تقریبا دیرش زره پاونډه ، محمد آصف اته زره یو سل شل پاونډه ، او محمد عامر به څه له پاسه نهه زره پاؤنډه جرمان پرې کوي.

په دوي باندی په کرکټ لوبه کی د پيسو اخیستلو تورونه وو چې په ۲۰۱۰ م کال کې یې د لارډز په یو ټیسټ میچ کی نو بالز ورکړي چې د همدې پر سر یې له سټه بازانو (دلوبو جوارګر) نه پیسې اخیستې وې. او په همدې ګرم وګرځول شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG