د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هرات کې نښته ختمه شوه


افغان پولیس د هغه ځای کتنه کوي چې نن پکې ځانمرګی برید وشو.۳ نومبر ۲۰۱۱م کال
افغان پولیس د هغه ځای کتنه کوي چې نن پکې ځانمرګی برید وشو.۳ نومبر ۲۰۱۱م کال

افغان چارواکي وايي د هیواد په غربي ولایت هرات کې یې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې د پنځو ځانمرګو بریدګرو په ګډون دوه تنه ساتونکي ووژل شو.

دا خبره د هرات ولایت یو امنیتي تن چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي مشال راډیو ته کړې.

بل خوا د طالبانو ویاند ادعا کوي ، چې په دې جګړه کې یي اته بهرنیان وژلي.


په لویدیځ زون کې د پولیسو ویاند عبدالروف احمدي وویل، چې یو ځان وژونکې له چاودیدونکو موادو ډک موټر د ایکو کمپنۍ په دروازه کې وچاوه او له هغې وروسته یو شمېر نور بریدګر یوې ودانۍ ته ور ننوتل چې دهغه په خبره اوس یې د پولیسو پر وړاندې مقاومت پای ته رسیدلی دی.

په هرات کې د امنیت ذمه واري دهغه منصوبې ترمخه ځايي ځواکونو ته سپارل شوي چې پکې د امریکا په مشرۍ په دې هیواد کې موجود نیټو ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال م پورې له هیواده وځي او امنیتي ذمه وارۍ به افغان حکومت ته سپارل کیږي.
XS
SM
MD
LG