د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښتونخوا کې د بیارغونې مقصد له ترهګرۍ ځپلو سره مرسته کول دي


په پیښور کې د امریکا کونسل جنرل ډاکټرمیري رچرډ وايي هیواد یې غواړي چې د خیبر پښتونخوا صوبې د تره ګرۍ ځپلي ولس د بحالۍ لپاره کارونه ترسره کړي.

نوموړې دا خبرې دصوبې له سوداګرو سره دملاقات پرمهال وکړې.
میرمن میري وویل، په خیبر پښتونخوا کې د بیا رغونې کارونو موخه په دغه صوبه کې له ترهګرۍ ځپلو خلکو سره مرسته ده.

نوموړې زیاته کړه چې دپیښور د اوسیدونکو لپاره د سهولتونو په لړ کې د ۹۰ میلیونه ډالرو یوه امریکايي منصوبه روانه ده. ددې ترڅنګ د امریکا لخوا په قبایلي سیمو کې هم په یو شمیر پرمختیايي منصوبو کار روان دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG