د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د روانې میاشتې لویه جرګه او هیلې


د افغانستان په تاریخ کې لویې جرګې تل ددغه هیواد د راتلونکې په اړه خپل ولس ته د نیکمرغۍ زېري ورپه برخه کړي دي.
د افغانستان په تاریخ کې لویې جرګې تل ددغه هیواد د راتلونکې په اړه خپل ولس ته د نیکمرغۍ زېري ورپه برخه کړي دي.
د سږ ۲۰۱۱م کال د نومبر په نيمايي کې په کابل کې دوديزه لويه جرګه جوړيږي، چې له امريکا سره د افغانستان پر ستراتيژيکو اړيکو، اودغه راز په هېواد کې به د سولې پر مېکانيزم هم خبرې وکړي او د دې لپاره د ولسي جرګې ١٥٢ تنو په دوديزه لويه جرګه کې د ګډون فورمې ډکې کړې، خو يو شمېر غړي يې په دوديزه جرګه ګډون د خپلې مخکنۍ پرېکړې خلاف بولي.

ټاکل شوي چې د نومبرد میاشتې په نمایې کې د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون د امضا په موخه دودیزه لویه جرګه جوړه او په دې اړه دولت ته مشورې ورکړي.

خود افغانستان د ولسي جرګې یا پارلمېټ غړي په دوو ډلو وېشل شوي چې ځینې یې په لویه جرګه کې ګډون کوي او ځینې نوریې بیا غیرقانوني بولي.

د چهارشنبې په ورځ د افغانستان ولسي جرګې ریيس عبدالرؤف ابراهیمي د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل، چې له ۲۴۹ وکیلانو تراوسه ۱۵۲ تنو یې په دودیزه لويه جرګه کې د ګډون لپاره نومونه لیکلي او له نورویې هم وغوښتل چې ورته عمل وکړي.

خو په ولسي جرګې کې د قانون ملاتړی اېتلاف مشر حاجي ظاهر قدیرپه دې لویه جرګه کې ګډون او پرېکړې د افغانستان د ګټوخلاف وبللي.
نوموړى زياتوي(( موږ خپلو مسووليتونو ته متوجه نه يو، صلاحيت بل څوک اخلي او مسووليت به زموږ وي. دومره درته وايم، چې تاريخي بدنامي به وي. دا لويه جرګه د افغانستان په خير نده او بدبختي راوړي.((

د ولسي جرګې یوه بله غړي فوزیه کوفي وایې چې که لویه جرګه پرېکړې وکړي نو دوی به لارو او سړکونوته مظاهرې او جلسونه راوباسي.

خود ولسي جرګې یوبل غړی ګل پاچا مجیدي بیا دا جرګه د افغانستان د مسایلو لپاره په ګټه بولي.

دى وايي: ((دا يوه مشورتي جرګه ده او که زه وګورم، چې پرېکړې کوي، اولين مخالف به يې زه يم. ولسي جرګه داسې پرېکړه نه شي کولاى چې هېڅ کوم وکيل په کومه جرګه يا غونډه کې ګډون نه شي کولاى.))

د سیاسي چارو کارپوه اود ولسي جرګې په تېره دوره کې د کاپیسا د خلکو استازی حاجي فرید وایې، چې حکومت غواړي په دې جرګه کې د خپلې خوښې نتیجه ترلاسه کړي. د ده په خبره که د جرګې پرېکړې یې په ګټه وې، وبه یې مني او کنه یوازې مشورې به یې وبولي.

خو د دودیزې لویې جرګې د تیاري کمیسیون ویانده صفیه صدیقي وایې چې د دې جرګې موخه د امریکا سره په ستراتیژیک تړون د صلاح مشورو ترڅنګ په افغانستان کې د سولې راوستو پرمېکانېزم خبرې هم دي.

داجرګه چې ټاکل شوي د نومبرپه نیمایې کې په کابل کې جوړه شي ۲۰۳۰ کسان به په کې ګډون کوي او څلورورځې به دوام وکړي
XS
SM
MD
LG