د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان هند ته ترټولو غوره هیواد درجه ورکړه


هند: د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني له خپل هندي سیال من موهن سیګ سره د کرکت لوبې پر مهال ۳۰ مارچ ۲۰۱۱
هند: د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني له خپل هندي سیال من موهن سیګ سره د کرکت لوبې پر مهال ۳۰ مارچ ۲۰۱۱
دپاکستان حکومت هند ته د خپل هیواد لپاره د ډیر غوره ملک حثیت ورکولو په حق کې رای واچوله چې دا راز د ایټمي وسله لرونکي ګاونډي هیوادونو ترمنځه تجارت ته وده ورکړل شي

کله چې یو ملک له بل ملک سره تجارت کوي نو په دې سره دواړه ملک یو بل ته له کاروباري پلوه مجبوره کېږي او پر یوبل تکییه زیاتېږي چې له دې سره خپلمنځي اختلافات او جنګ جګړې ختمېږي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې فردوس عاشق اعوان پرون په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل د وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني کابینې په متفقه توګه ددې فیصلې منظوري ورکړه. پاکستان لا د وړاندې دغه حثیت د سلو نه زیاتو هیوادونو ته ورکړی چې پکې یې نزدې اتحادي هیواد چین هم شامل دی.

فردوس عاشق اعوان زیاته کړه چې هند ته غوره دهیواد درجه کولو سره د ملک خپلواکي،سلامتي او د کشمیر په ګډون هیڅ یوې خبرې ته به زیان نه رسېږي.

د پاکستان او هند ترمنځه د لسیزو راهیسې د کشمیر شخړه روانه ده چې له وجې یې ددواړو هیوادونو ترمنځه دوه واره جنګ هم شوې.

د اقتصادي چاروپوهانو د پاکستاني حکومت دغه پرېکړه ستایلې چې په دې سره نه یوازې د هند او پاکستان تجارت زیاتېدای شي بلکې په دې سره هیوادونه یو بل ته لا نزدې کېږي.

اقتصاد پوه نسیم بیګ له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل، کله چې یو ملک له بل ملک سره تجارت کوي نو په دې سره دواړه ملک یو بل ته له کاروباري پلوه مجبوره کېږي او پر یوبل تکییه زیاتېږي چې له دې سره خپلمنځي اختلافات او جنګ جګړې ختمېږي.په نړۍ کې ګنشمېر هیوادونه دي چې د اختلافاتو باجود یې له یو بل سره تجارت او کاروبار ډېر ښه روان دی.لکه د بېلګې په توګه هند او چین .

د اقتصادي چارو یو بل کارپوه منیر کمال وايي، د هند او پاکستان په تجارت سره نه یوازې د پاکستان ولس بلکې حکومت ته هم ګټه رسېږي.له ډېرې مودې راهیسې موږ له هند سره د خپلو لانجو له وجې او پر ایران د نړیوالو بندیزونو له وجې له دوو لویو ګاونډیانو سره له تجارته محرومه یو.٬٬

هند او پاکستان له انګریزی ښکېلاکه له آزادۍ وروسته کله هم په دوستانه فضا کې ژوند نه دی کړی او په دا وروستیو کې په ۲۰۰۸م کال کې دممبۍ تره ګرو بریدونو ورسته خو دواړه هیوادونه د جنګ کرښې ته څیکېدلي وو چې د نړیوالې او پتېره د امریکا د مداخلې وروسته هند د جګړې کولو نیت پرېښود.همدا خبره د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې کونډا لیزا رایس هم په خپل کتاب کې کړې چې اوس چاپ ته راوځي.

په روان میلادي کال کې هند او پاکستان یو وار بیا ډبلوماټيکي اړیکې پرځای کړې او اوس له یوه بل سره د خبرو اترو کولو حد ته راغلي دي.
XS
SM
MD
LG