د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په سوله کې د ګاونډیان برخه واخلي


د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر هنري کسینجر
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر هنري کسینجر


فرانس پریس خبري اژانس د امریکاد بهرنیو چارو د پخواني وزیر هنري کسینجر له قوله لیکلي امریکا له پکاردي چې په افغانستان کې د جنګ ختمولو اوله طالبانو سره د مذاکراتو پیلولو نه وړاندې دې د افغانستان له ګاونډیو سره خبرې وکړي.

نوموړي همدارنګه دا هم وویل چې واشنګټن د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستلو دخبر په ډاګه کولو افغانستان کې د مخالفو وسله والو سره د روغې جوړې کولو صلاحیت کې کمی راوستی دی.

هنري کسینجر دواشنګټن په ( ووډ رو ـ ویلسن ـ انټرنیشنل سنټر ) کې چې دکارپوهانو / مفکرانو مرکز دی ، یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل : زه طالبانو سره په خبروکولو هیڅ اعتراض نه لرم. خو د جنګ د پای ته رسولو لپاره دا د پېښو ناسم تسلسل دی، لوموړی پکارده چې دهند ، پاکستان او ایران په ګډون دچم ګاونډ د هیوادونو سره مذاکرات وشي.

دنوموړي په اند دا هغه ملتونه دي چې دافغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال په دغه هیواد کې نفوذ ترلاسه کول غواړي.

ښاغلي کسینجر وویل : له جنګه داسې وتنه انتهايي ستونزمنه ده ، که د طالبانو سره خبرې کیږي داباید دګڼ اړخیزه سیمه ایزه چوکاټ نه وشي.

فرانس پریس خبري اژانس لیکي په داسې حال کې چې په دوه زره څوارلسم کال کې دافغانستان نه دناټو جنګي ځواکونه ووځي په جنګ زپلي هیواد افغانستان کې د روغې جوړې اړتیا زیاته لیدل کیږي.

اژانس دامریکا د بهرنیو چارو د وزیرې هیلري کلنټن دتیرې میاشتې هغې وینا ته هم اشاره کړې ده چې ویلي یې وو دامریکا حکومتي چارواکو دحقاني اورپکې ډلې د یو استازي سره کتلي دي، او دا ډله دافغانستان په ختیزه سیمه کې د امریکا تر ټولو لویه دښمنه ګڼل کیږي.

دهنري کسینجر داڅرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې په استنبول کې ( داسیا په زړه کې دامنیت او همکارۍ ) په موضوع نړیوال کانفرانس هم روان دی چې شل هیوادونه او نړیوالې ادارې پکې برخه اخلي.

دامریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن هم په دې کانفرانس کې د ګډون کولو اراده لرله خو دخپلې مور د مړینې له امله یې خپل سفر وځنډولو .

خو دهغه پر ځای اټکل دی چې دافغانستان او پاکستان لپاره دامریکا استازی مارک ګروس مین په دې غونډه کې برخه واخلي.

هنري کسینجر وايي کله چې ته د یو هیواد نه خپل ځواکونه وباسې ، او دروغې جوړې مذاکرات هم کوې نو ته د روغې جوړې لپاره په مناسب دریځ کې نه یې ولاړ .

نوموړی همدارنګه وايي هغه مهال ویش چې د امریکا حکومت په افغانستان کې د ګتې لپاره خپلو ځواکونو ته سپارلی و ورکې داممکنه نه وه چې خپل مقصدونه دې ترلاسه شي.

نوموړی وايي دافغانستان نه په دا ډول د امریکايي ځواکونو وتنه دامریکا د متحده ایالتونو نه زیات د افغانستان ګاونډیان اغیزمنوي.

نوموړي دسیمي په هیوادونو غږ وکړ چې دافغانستان په حل کې دې برخه واخلي ، ځکه د القاعده د منګولو ښخولو نه په مخ نیوي کې دټولو هیوادونو شریکه ګټه پرته ده .
XS
SM
MD
LG