د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د شخصي کمپنیو جاج اخیستنه


دنیویارک ټایمزورځپاڼی په دې مقاله کې راغلي افغانستان کې ددې هیواد د داخله چارو وزارت او نیټو په ګډه دافغان ولسمشر حامد کرزي دهغه پروګرام جایزه اخیستې چې له مخه یې شخصي امنیتی کمپنیو باندې بندیز لګول شوې او په دغه هیواد کې د اربونو ډالرو روان مرستندویه کارو د حفاظت لپاره د سرکاري ګارډ یا ساتونکو د ورکولو پروګرام جوړ شوې وو.

دا جایزه ښايي چې د افغان ولسي ساتنې دځواک په نامه دغه پروګرام دیو شمیر ستونزو ښکار دې او د ترسره کیدلو لپاره یې چې د حکومت لخوا کومه نیټه ښودل شوې وه هغه هم امکان نه لري.

ورځپاڼه د ولسمشر کرزي په حواله لیکي شخصي کمپنیو پرځای یې سرکاري ځواکونه لګول دهیواد د خپلواکۍ لپاره مهم ګام دی. او یومغربي چارواکې دنوم نه ښودلو په شرط نیو یارک ټایمز ته ویلي افغانستان کې د نیټو ځواکونو کمندان جنرال جون ایلن هم په دې خبره ډیر ټینګار کوي. ځکه چې که داسې ونشي نو دې هیواد کې روان ټول مرستندویه کارونه به په ټپه ودریږي. دا راز څوک هم په غیر یقیني امنیتي حالاتو کې کار کولو ته نه تیاریږي.

ورځپاڼه د نیټو دیو جګ پوړي ناڅرګنده چارواکي دخولې لیکي نیټو، د امریکا د خارجه چارو وزارت او د پرمختګ لپاره د امریکا نړیواله مرستندویه اداره یو ایس اې آيي ډي په دې لړ کې په ګډه کار کوي چې ددغه سرکاري ساتونکو د مرستې او تربیت لپاره ۱۷۰ کسانو یو ټاسک فورس جوړ کړي.

ورځپاڼه زیاتوي چې په دې لړ کې ډیر لږ کار شوې دې او دهغې وجوهات دادي چې ددې پروګرام پرمخ بوتلو لپاره پیسې نشته. په دې پروژه د افغانستان د داخله چارو وزارت کار کوي.

بلخوا دورځپاڼې په وینا دا یو حکومتي کاروبار جوړیدلای شي خو دا وخت حکومت په ۱۰ میلیونه ډالره بنیادي رقم لګولو کې ناکامه دی. ددې ترڅنګ په نور افرادي قوت او سامان رسولو کې هم کمی دی او دا راز ممکنه نه ده چې دا پروګرام دې د ښودل شوې نیټې یانې را روان مارچ پورې ترسره شي.

ورځپاڼه لیکي ددې ټولو ستونزو باوجود ولسمشر کرزې پوره اراده لري چې دا پروګرام به په خپل وخت سر ته رسوي. افغانستان کې د نیټو پشمول د سفاراتخانو دحفاظت لپاره د شخصي کمپنیو۳۴۰۰۰ ساتونکي کارکوي چې پکې ۹۳ فیصده افغانان دي. او په دې کې خوا اوشا نیم یوازې د نیټو سره کار کوي. خو د ولسمشر کرزي دغه منصوبه دسفاتخانو، سفارتکارو او تر یو حده د نیټو د حفاظت لپاره استثني ورکوي.


په افغانستان کې د شخصي ساتندویه کمپنیانو پحقله یو شمیر خبرې کیږي خو نړیوالې مرستندویه ادارې په دې لړ کې داندیښنو ښکار دي ددغه ډول یوې ادارې مشر نیو یارک ټیمز ورځپاڼې ته ویلي دوي خپلو کارکونکو ته د دخپلو بچو په شان ګوري اود امنیت نه بغیر به دوي هیڅ کله خپلو بچو ته د کارکولو نه وايي.
XS
SM
MD
LG