د لاسرسي ځای

د کورمې متاثرین مرستې او سهولتونه غواړي


له تېرو څلورو کلونو راهیسې په کورمه کې د شییعه او سني تاوتریخوالي له لاسه په زرګونه خلک بې کوره شوي دي

له تېرو څلورو کلونو راهیسې په کورمه کې د شییعه او سني تاوتریخوالي له لاسه په زرګونه خلک بې کوره شوي دي

طارق اورکزی - پېښور

په کورمه ایجنسۍ کې د شییعه ګانو او سنیانو ترمنځ د جګړو له وجې د بې کوره شویو خلکو د بیا ودانولو د فیصلې وروسته دغه ایجنسۍ ته د ستنېدونکو کډوالو له حکومته د نورو مرستو غوښتنه کړېده.

متاثرین وايي د جګړو له لاسه یې ژوند تباه شوی دی او بیرته په خپلو سیمو کې له نوې سره ژوند پیلولو کې مشکلات لري.

خپل وطن، خپله خاوره ،خپله سیمه ،خپل اختیار او موږ غواړو چې خپل وطن ته ولاړ شو.خو زموږ غوښتنه ده چې هلته زموږ لپاره تر شپږو میاشتو پورې د غلې یا راشن بندوبست وکړای شي.

دوی غوښتنه کوي چې د بې کوره شویو خلکو د بیا ابادلو په لومړیو مراحلو کې دې حکومت متاثره شویو خلکو ته د خوندیتوب تر څنګ بنیادي سهولتونه ورکړي.

د کورمې یو اوسېدونکی دلدارخان وايي،” څلور کاله وړاندې چې یې په سیمه کې غوبل او تاوتریخوالی شروع شوی وو نو په هغه کې کلي وران شو د خلکو کورونه ړنګ شولو.په لوی شمیر کې خلک بې کوره شو،بیلابیلو سیمو ته کډه شول ،په دوی کې ډېری خپلو سیمو ته بیرته تګ غواړي خو د حکومت لخوا ورکړل شوې مرستې کمې دي.ژمی هم راروان دی او د کورمې ژمی ډېر سوړ وي او حکومت ته په کار ده چې خلکو ته کمبلو ،شړیو او خیمو بندوبست وکړي ،د کورونو لپاره ورته لوښي برابر کړي.خلک امداد ته سخت ضرورت لري او که دا مرستې اوس ورته ورنکړل شي نو د ماشومانو د ناروغه کېدو زیاته خطره ده.”

د کورمې ایجنسۍ لپاره د مري په امن تړون د عمل پیلېدو له وجې د سیمې ډېری خلک خوشاله دي او وايي چې اوس په سیمه کې امن راغلی دی او د بې کوره شویو خلکو د بیا ابادکارۍ سلسله هم شروع شوېده.

د پاړه چنار بازار اوسېدونکی بادشاه نور بنګښ وايي ،چې بې کوره شوي خلک خپلو کورونو ته تلل غواړي خو مرستو ته سخته اړتیا لري.دی زیاتوي،” خپل وطن، خپله خاوره ،خپله سیمه ،خپل اختیار او موږ غواړو چې خپل وطن ته ولاړ شو.خو زموږ غوښتنه ده چې هلته زموږ لپاره تر شپږو میاشتو پورې د غلې یا راشن بندوبست وکړای شي.هلته موږ بې کاره یو ،کار روزګار شته نه.نو دلته بې کوره شویو کډوالو سره چې څه ډول مرستې کېږي هداسې دې په پاړه چنار کې هم راکړی شي.”

دا مهال د کورمې پولیټيکل انتظامیې په ځانګړو سیمو کې د بې کوره شویو خلکو د بیا ودانولو کار پیل کړید ی خو بیا به وروسته د دوی ابادکاري نورو سیمو ته غځول کېږي.

د ستنیدو نکو بې کوره شویو خلکو لپاره حکومت د مرستو لړۍ پيل کړېده خو له سیمې ملک عبدالولي خان مشال ریډیو ته وویل چې حکومت دې نورې مرستې هم وکړي.

دی زیاتوي، ”په تادۍ ،جېلامیو ،چاردیوار کې بې کوره شویو خاندانونو ته د لویې جرګې په نګراني کې درې درې لکه روپۍ ورکړل شوې خو ځینو کورنیو ته یو نیم یو نیم لک روپۍ ملاو شولې.او نور شیان لکه خیمه،سپنج او کولر هم ورته ورکړل شول خو دا ناکافي دي.له دې علاوه په مخېزي،غونډي له پاړه چنار سره بره سیمه شلوزان او داسې نورو علاقو د هغو لپار هم غوښتنه کوو چې هغوی ته هم غله او د غیر خوراکي موادو بندوبست وکړای شي.”

د فاټا لپاره د قدرتي آفاتو د ادارې مشر ډیریکټر جنرال ارشد خان وايي چې ایف ډي ايم اې له نړیوالو ادارو سره خبرې کړې دي او ډېر ژر به د ستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو او سهولتونو ورکولو لړۍ پیل شي.

دی زیاتوي ”د ملګروملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي آر اود خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي سره مو غونډې شوې دې.او هغوی مو په دې راضي کړي دي چې له دغه متاثرینو سره مرستې وکړي.او د اختر وروسته به په دې اړه فیصله وشي او راشن به ورکول کېږي.”

د کورمې متاثرین وايي چې د ستنېدو په سلسله کې دوی له حکومت سره مرسته کولو ته تیار دي،خو حکومت ته هم پکار ده چې د دوی د ضرورتونو پوره خیال وساتي.
XS
SM
MD
LG