د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حقاني شبکې کمانډر ملی خان تور لیسټ ته اچول کېږي


سراج الدین حقاني د حقاني شبکې مشر
سراج الدین حقاني د حقاني شبکې مشر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي د حقاني اورپکې شبکې یو نیول شوی کمانډر په تور لسټ کی شاملوي. د دې ګام سره د حقاني شبکې کمانډر ملی خان یو نړیوال تره ګرځول کيږي او که چېری د هغه شتمني په امریکا کې موجوده وي نو هغه به هم کنګل کړل شي.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ويلي د امریکا په حدودو کې هغه ټولې اثاثې چې د ملی خان هر ډول ګټه وسره تړلې وه منجمد شوي او د امریکا وګړي د هغه سره د ورکړی راکړی نه ودرول شوي دي.

د دې ګام تر مخه امریکایان د ملي خان سره د مالې مرستې نه هم منع کړل شوي دي. ملی خان د روان کال د ستمبر په میاشت کې د نیټو او افغان امنیتي ځواکونو په ګډه کاروایی کې د جنوب مشرقي ولایت پکتیا نه نیولې و.

داسې پراخ باور کیږي چې د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني د وژنې او د جون په میاشت کې په کابل کې په انټر کانټيننټل هوټل چې پکې ۱۲ کسان ووژل شوي د برید تر شا د حقاني شبکې لاس دی.
XS
SM
MD
LG