د لاسرسي ځای

د بخښنې نړيوال سازمان يا ايمنسټي انټرنيشنل په خپله يوه خپره کړي مطبوعاتي بيانيه کې ويلي چې افغانستان دې د سيمې د هيوادونو سره د بشري حقونو د ساتلو په برخه کې شريک کار وکړي او د افغان حکومت سره د مذاکراتو پر مهال دې پر بشري حقونو سودا ونه کړل شي.

په داسې حال کې چې د ترکيې په استنبول کې د افغانستان په اړه د سيمې هيوادونه خبرې کوي، د بخښنې نړيوال سازمان يا ايمنسټي انټرنيشنل وايي چې افغان حکومت دې د بشري حقونو د ساتلو په خاطر د ګاونډيو هيوادونو سره په ګډه کار وکړي.

په ترکيې کې د افغانستان او پاکستان مشران د ناټو او امريکا د لوړپوړو چارواکو سره په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان امنيتي ځواکونو ته د امنيت د سپارنې پر لارو چارو خبرې کوي.

د ايمنسټي انټرنيشنل د ایشيا د برخې مشر سام ظريفي وايي چې د افغانانو امنيت د سيمې د خلکو له هغه سره تړلی دی او د امنيت د سپارلو هره لاره چاره چې څيړل کيږي بايد په ټوله سيمه کې دې د بشري حقونو ساتنه يقيني کړي.

له ایمنسټي انټرنيشنل څخه په خپره شوي يوه مطبوعاتي بيانيه کې د سام ظریفي له خولي ويل شوي چې د سيمې ثبات او خوشالي د پاکستان او افغانستان دواړو غاړو ته د بشري حقونو او په ځانګړي توګه د ښځو حقوقو ته په لومړيتوب ورکولو کې ده.

د افغانستان په اړه د ایمنسټي انټرنيشنل څيړنه ښئ چې په دې هيواد کې د امريکا د پوځي مداخلې له لس کاله تيريدو وروسته د بشري حقونو په ترڅ کې يو څه پرمختګ شوی. دا اداره وايي چې د مثال په توګه د بشري حقونو د خونديتوب لپاره نوي قانونونه جوړ شوي، د ښځو پر وړاندې تعصب کم شوی او تعليم او روغتيايي خدمتونو ته لاس رسی ډير شوی. خو ايمنسټي انټرنيشنل وايي چې د دې ترڅنګ خلکو ته د انصاف د ورکولو او د جګړو له لاسه د بې کوره شوو څلور نيم لکه خلکو د حالت د ښه کيدو په برخه کې پرمختګ ډير کم دی. ياده اداره زياتوي چې د ولسي وګړو وژنه مخ پر زياتيدو ده چې ويل کيږي په دوی کې ډير کسان طالبانو او نورو وسله والو ډلو وژلي.

د ايمنسټي انټرنيشنل په مطبوعاتي بيانيه کې د ملګرو ملتونو له خوا تيره مياشت خپور شوي رپورټ ته هم اشاره شوي چې پکې ويل شوي وو په افغانستان کې په ځينو زندانونو کې د افغان استخباراتو له خوا بندیان شکنجه کيږي. دې ادارې ويلي چې له ډير وخته راهيسې يې په دې اړه خپلې انديښنې ښودلي دي.

په بيانيه کې طالب وسله والو سره د روغې جوړې د بهير په اړه د سام ظريفي له خولي ليکل شوي چې دا خبرې بايد ښکاره وي. نوموړي ويلي چې دا د منلو وړ نه ده چې پخپله افغانان دې له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه په تياره کې وساتل شي. ظريفي همداراز زياتوي چې د سولې د بهير پر مهال دې د ښځو په حقونو سودا نه کيږي او دا چې په دې خبرو اترو کې دې ښځې په پوره مانا برخه ولري.
XS
SM
MD
LG