د لاسرسي ځای

تازه خبر

"سیمه ایز امن سیمه ایز حل غواړي"


پرون د نهې په ورځ د پاکستان، افغانستان او ترکي په سرمشریزه کې دریو واړو هیوادونو په سیمه کې د امن او استحکام راوستلو په موخه له یو بل سره د همکارۍ ژمنې کړي دی.

دا غونډه د ترکیې په سرښار استنبول کې کیدونکی د نړیوال کانفرنس نه وړاندی وشوه چې پکې د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري افغان ولسمشر حامد کرزي او د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل له یو بل سره ولیدل.

ولسمشر آصف علي زرداري په سیمه کې د امن راوستلو په موخه د ترکیی لخوا د غوڼدی د کوربه توب ستاینه وکړه،

هغه وویل:

د امن راوستو لپاره یو سیمه ایز حل پکار دی. پکار ده دغه سیمه خپلې ذمه وارۍ په خپلو اوږو واخلي. زموږ ښه ملګري کیدای شي زموږ مرسته کول غواړي. زموږ ملاتړ کول غواړي. خو زموږ په کلتور او په دودونو نه وي خبر. او ترکي چې یو ملګری او د اسلامي ورورولی یو هیواد دی په ښه ډول کولی شي چې د ضرورت په وخت کې مو ملاتړ وکړي او لاره راته وښيي.

په سرمشریزه کې افغان ولسمشر حامد کرزي هم له پاکستان سره د خبرو اترو له لاری د سیمه ایز حل په باب خبرې وکړې. هغه د سولی د عالي شورا مشر برهان الدین رباني وژنې ته په اشاره سره وویل ،

هغه کس چې د طالبانو لخوا د استازي په توګه راغلی و، په اصل کې یو ځانمرګي برید کونکی و. موږ ځانمرګي برید کونکو سره خبری اتری جاري نه شو ساتلی. نو ځکه موږ له د طالبانو سره نورې خبرې نه کوو. له هغې وروسته اوس موږ دا وایو چې له خپلو پاکستاني وروڼو سره به خبری کو، چې دا ډول زموږ د مسلو حل را واېستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د برهان الدین رباني د وژنې وروسته د دواړو هیوادونو په تعلقاتو کې کړکیچ مخې ته راغلی. افغانستان د پاکستان په استخباراتي ادارې تور لګوي چې د طالب یاغیانو مرسته کوي خو پاکستان دا تورونه ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG