د لاسرسي ځای

تازه خبر

مهمند:په امنیتي پوسته برید،دوه اهلکار مړه دوه ژوبل


تېره شپه د مهمندو په سره کړپه غلنۍ کې د امنيتي ځواکونو په یو چیک پوسټ د وسله والو لخوا په برید کې د امنيتي ځواکونو دوه اهلکار وژل شوي او دوه یی ژوبل دي.

د دې تر څنګ د چیک پوسټ سره نږدې د وړوکي باراني بند جوړونکی کمپنۍ درې مزدوران هم د برید وروسته تښتول شوي دي .

د غلنۍ د هسپتال یو چارواکی جهانګیر خان مشال ریډيو ته وویل چې دوی ته دوه ژوبل کسان وروړل شوي دي.

ځايي اوسیدونکي وایي په سیمه کې په شپه کې د ډزو غږونه اوریدل کېدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG