د ملګرو ملتونو د عامې پوهنې، سايينس او کلتور د پرمختيا ادارې يا يونيسکو فلسطينيانو ته په ياده اداره کې بشپړ غړيتوب ورکړ.خو اسراییل او امریکا یې مخالفت وکړ.
د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس لخوا د تېرې میاشتې سيپټمبر په ۲۳ مه نېټه د فلسطین د بشپړ غړیتوب لپاره له رسمي درخواست جمع کولو وروسته د ګل په ورځ د فرانس په پلازمینه پېریس کې د یونیسکو په عمومي غونډه فلسطین په درو کې دوه ملاتړ له ترلاسه کولو وروسته ددغه ادارې لخوا ۱۹۵ غړی وټاکل شو.
که یو خوا فلسطيني ادارې دا پرمختګ د خپلو هغو هڅو په لړ کې چې غواړي ملګري ملتونه ورته د مشروع رياست حيثييت ورکړي، د لومړۍ بريا په توګه ياد کړ، نو بلخوا اسراييل او امريکا بيا په دې ګام سخته خواشيني ښودلې ده.او امريکا يونيسکو ته خپلي مالي مرستي ودرولي دي.
د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي ،دوي به يونيسکو ته هغه ۶۰ ميليونه ډالر رقم نه ورکوي چې دوی یې د ورکړې پلان لرلو.د امريکا د بهرنیو چارو وزارت وياندي ويکټوريه نولنډ پرون وویل ،
( په يونيسکو کې فلسطين ته د يو رياست په توګه غړيتوب ورکولو سره د امريکا د بنديزونو اوږد مهاله قانون دغه هيواد په دي مجبوره کړ چي د يونيسکو سره خپلي مرستي ودروي) .
د امريکا په قانون کي دي چي د ملګرو ملتونو هغه څانګي ته به مالي مرسته نه ورکوي چې فلسطين ته غړيتوب ورکړي.
د رایټرز خبري آژانس وايي چې کله فلسطین د یونیسکو غړی وټاکل شو نو د عمومي غونډې ګډونوالو په فلسطیني ملاتړ ږغونه پورته کړل او د خوښۍ څرګندونې یې وکړې.
آژانس د محمود عباس هغه خبره راخیستې چې د فلسطین سرکاري خبري آژانس وفا ته کړې چې ویلي یې دي له دې ووټ څخه یې مقصود چا مخالفت نه بلکه د آزادۍ او انصاف له اصولو سره د غړو هیوادونو ملاتړ دی چې ترې څرګندېږي.نوموړي زیاته کړه چې دا رایې د امن لپاره ورکړل شوې او د فلسطینیانو د هغه مشروع حق لپاره ورکړل شوې غواړي ځان ته یو خپلواکه ریاست ولري.
په عینې حال کې د فلسطینی ادارې ویاند غاسم خاطب رایټرز خبري آژانس ویلي ښيي چې د یونیسکو غړیتوب به یې په ملګروملتونو کې د بشپړغړیتوب د ترلاسه کولو لپاره مرستندویه ثابت شي.
بلخوا په رماله کې د فلسطیني ادارې د سیلګرۍ وزیرې ویلي چې په دې سره به د فلسطین لرغوني آثار خوندي شي چې له کلونو راهیسې له مرستو بې برخې وو.