د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لیبیا کې کیمیاوي وسلې شتون لري


د لیبیا په یوه تېخانه کې ناڅرګندې وسلې موندل شوې.۲۶ اکتوبر ۲۰۱۱
د لیبیا په یوه تېخانه کې ناڅرګندې وسلې موندل شوې.۲۶ اکتوبر ۲۰۱۱
د ليبيا عبوري وزير اعظم محمد جيبريل په دغه هيواد کي د کيمایي وسلو د شتون پخلی کړی دی. او زياتوي چې ددغه ستونزې د حلولو لپار بهرني پلټونکې راتلونکې اونۍ دغه هیواد ته ورځي.

وزيراعظم جيبریل وویل چي ليبيا دغه ډول وسلو ساتلو کي هيڅ دلچسپی نه لري .

ښاغلي جیبريل چی د نوي عبوري حکومت د جوړښت نه مخکې يې استعفي ورکړېده ، ددي کيمایي وسلو په اړه نور څه تفصيل نه دی ورکړی

تيره اونۍ د لیبيا لپاره د ملګرو ملتونو لوړ پوړي استازي د م .م امنیتي کونسل ته ویلي وو چي په لیبيا کي د نا اعلان شوي کيميایي وسلو د ځایيونو پته لګيدلې ده.

روانه اونۍ کی به د روس له اړخه په ليکلی شوی قرارداد په ملګرو ملتونو کي رایه اچول کیږي چي پکي په لیبیایي چارواکو د نړیوالو چارواکو په مشوره ددغو کیيمیایی وسلو د تباه کولو غږ شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG