د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په اسلام کې ځانمرګي بریدونه حرام دي"


دجمرود په یوه جومات کې د ځانمرګي بمي برید وروسته خلک د وینو له ډنډه جومات پاکوي چې پکې څه نا څه ۵۰ کسان وزل شوي وو.۱۹ اګست ۲۰۱۱
دجمرود په یوه جومات کې د ځانمرګي بمي برید وروسته خلک د وینو له ډنډه جومات پاکوي چې پکې څه نا څه ۵۰ کسان وزل شوي وو.۱۹ اګست ۲۰۱۱
په خیبر پښتونخوا ،قبایلي سیمو د پاکستان په نورو برخو کې د ترهګرۍ روانو پېښو ته په کتو سره د نړۍ د ټولو غټو مذهبونو یو تنظیم مجلس هادیانې عالم پاکستان تر چتر لاندې د امن راوستو کې د میډيا د کردار په اړه په پېښور کې یوه غونډه جوړه کړې وه .

د دوی د تنظیم ټول مشران او د پاکستان ټولو علماو دا فتوی ورکړېده چې ځانمرګي بریدونه په اسلام کې حرام دي.دی وايي نه په مسلمان او نه هم د بل مذهب پر خلکو ځانمرګي حملې کول جایز دي.

په دې غونډه کې د اسلامي سکالرانو او پوهانو علاوه د عیسایانو ،هندوانو،سکانو ، د نورو اقلیتي مذهبونو پوهانو او خبریالانو او د مدني تنظیمونو استازیو ګډون کړی وو.

ددې غونډې یو استازي او اسلامي سکالر حافیظ عبدالغفور د مشال له خبر بشیر جان سره په خپلو خبرو کې وویل ،چې تنظیم مجلس هادیانې عالم پاکستان د ټولو مذهبونو د رایوځای کېدو او د هغوی ترمنځ د زغم او برداښت موندلو لپاره هلې ځلې کوي.

دی زیاتوي ،چې د دوی د تنظیم ټول مشران او د پاکستان ټولو علماو دا فتوی ورکړېده چې ځانمرګي بریدونه په اسلام کې حرام دي.دی وايي نه په مسلمان او نه هم د بل مذهب پر خلکو ځانمرګي حملې کول جایز دي.

اسلامي سکالر حافیظ عبدالغفور وايي، اسلام د امن او روادرۍ تعلیم ورکوي ،درس ورکوي،شریعیت موږ ته دا اجازت راکوي چې دبل خبره واوره او خپله خبره ورته ورسوه.٬٬


د پاکستان د هندو مذهبي ډلې مشر هارون سر ابدایال له مشال ریډیو سره په خبرو کې د خپل تنظیم مجلس هادیانې عالم پاکستان په اړه وويل چې،په د ۲۰۰۶م کال په جون کې د ټولو مذاهیبو مشرانو دا کوښښونه پیل کړل چې په پاکستان کې دننه د بیلا بیلو مذهبونو ترمنځ ورورګلوي رامنځ ته کړي او دا هڅې په لومړي سر کې له خیبر پښتونخوا صوبې څخه شورو شوې.زموږ دا تنظیم،غیر لساني،غیر نسلي او غیر سیاسي تنظیم دی.او دا مو د ګامیابۍ لویه وجه ده.٬٬

د یو بل غیر سرکاري تنظیم مشر شهاب الدین خټک له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل چې ټول مذهبونه د وروګلوی درس ورکوي.خو دده په خبره ځینې عناصر د خپلو ګټو او مفاداتو لپاره د مذهب نوم کاروي.

دی زیاتوي، سره له دې چې په ټول پاکستان کې غربت دی خو د مذهبی اقلیتونو په مینځ کې د نورو په پرتله غریبي زیاته ده. ددوی مذهبي ځایونه خوندي نه دي .دوی ځورول کېږي.پر هغوی د بیا بیا حملو له وجې هغوی کډه کولو ته مجبوره شوي دي.او دا ډېره د بدمرغۍ خبره دا ده چې د پاکستان له جوړېدو ورسته زموږ له ملکه په لکونه مذهبي اقلیتي خلکو نورو ملکونو ته هجرت وکړ.دا زموږ خپل وروڼه دي.٬٬

په دې غونډه کې د مجلس هادیانې عالم پاکستان مشرانو پر میډیا زور راوړ چې دوی نه یوازې په ملک کې دننه د مختلیفو مذاهبو ترمنځ وروګلوي او خپلوي زیاتولای شي بلکه په ملک کې دننه د فرقه ییزه تاوتریخوالي په کمولو کې هم د میډیا رول ډېر مهم دي.
XS
SM
MD
LG