د لاسرسي ځای

د ټل پاړه چنار لاره خلاصه شوه


د کورمې قبایلي جرګې د ټل پاړه چنار لارې پرانستلو لپاره هلې ځلې کړې وې .

د کورمې قبایلي جرګې د ټل پاړه چنار لارې پرانستلو لپاره هلې ځلې کړې وې .

د کورمي قبایيلي سيمی د پوليټکل انتظامیي چارواکي وايي ، د ټل پاره چنار د لویې لارې په شمول ددغي سيمي ټولي لاري د تګ راتګ لپاره پرانستل شوي دي.

په سیمه کي د مشال ريډيو خبريال ته ځایي چارواکو ویلي دي چی پرون د کوزي کورمې په چپريز باب کرمه سيمه کی د لویې جرګی د پريکړي نه پس په ټل پاره چنار لاره د خلکو کاروانونه بغير د حکومتي مرستې خپلو ځايونو ته رسیدلي دي.

د کورمي مرستيال پوليتکل ايجنټ مواض خان پدي اړه مشال ريډيو ته وویل ،د توري او منګلو دواړو خواو څخه 50 کسیزه پلاوی د سیمې د قامي اسمبلۍ غړی او نور لوړپوړي چارواکي د لارې پرانستنې ته ولاړو.او هلته خلکو د لارې په خلاصیدو خوشالیانې کولې.

کورمه قبایيلي سيمه د تيرو څو کلونو راهسې د فرقه ايزه شخړو له امله سختې ناقراری سره مخامخ ده.
XS
SM
MD
LG