د لاسرسي ځای

د افغانستان پارلماني بحران


د افغانستان ولسي جرګه

د افغانستان ولسي جرګه


بازمحمد عابد مشال ريډيو جلال اباد

په ننګرهار کې يو شمير سياسي شنوونکي د افغانستان پارلماني بحران انديښمن کړي دي.دوى وايي چې ولسي جرګې د تير يوه کال راهيسې د ملت د خير له پاره هيڅ هم نه دي کړي.

ليکوال اوشاعر هجرت الله اخيتار په دې نظر دى چې په افغانستان کې يو کار هم د قانون په بنياد نه ترسره کيږي.
(( زما له نظره د افغانستان پارلماني بحران او په مجموع کې د ټول افغانستان بحران لويه وجه دا کيدى شي چې دلته د وصولو او قانون پر بنا باندې هيڅ ګام نه پورته کيږي. هر څه د يوه مصلحت پر بنا کيږي.))

د ننګرهار پوهنتون استاد رازمحمد فيضي د پارلماني بحران په وړاندې بيسوادي لويه ستونزه ګڼي:

(( متاسفانه دغه پارلمان تر اوسه پورې پر دې نه توانيدلى چې د افغانستان د خلکو له پاره د خدمت مصدر وګرځي. غوص اکثريت يې بيسواده دي او يو څوک چې بيسواده وي، هغه به په قانون څه پوه شي؟ يو څوک چې سواد ونه لري هغه به څنګه د افغانستان د خلکو له ستونزو اګاه شي؟ د مثال په توګه په ولسي جرګه کې د ننګرهار وکيلانو د ننګرهار له پاره څه کړي؟))

خو د سيد جمال الدين افغان انستتيوت مشر تاج الدين ملتمل بيا پارلماني بحران د ولس د ويده شعور له امله ګڼي:


(( دا پارلمان زموږ نه دى، دا پارلمان پردى دى، دا پارلمان په دې ملت باندې نه خفه کيږي. د دې بحران د حل له پاره يوازينۍ لار دا ده چې موږ په سياسي ډګر کې متشکل شوو. تر څو په ټولنه کې مطرح شو او په دې وتوانيږو چې راتلونکي انتخابات په يوه سالم جهت باندې روان کړى شوو. که بايکاټ کوو هم به موږ او تاسې منظم اوسو او که په کې اشتراک هم کوو، نو بيا به دومره موثر اوسو چې د انتخاباتو جهت ته به تغير وکړى شوو.))

د سياسي شنوونکو دا انديښنې مو د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکواستازې ارين يون مخې ته کيښودې، هغې په ځواب کې وويل:

(( ننګرهار خو پريږده چې د ټول افغانستان له پاره يې کار نه دى کړى، دغه يو کال چې د پارلمان تير شو، په دې کې فقط په هغو اجنډو کار شوى چې د وکيلانو په کې خپلې شخصي ګټي خوندې وې. او ځينې پريکړې يې د عقدو او احساساتو له مخې کړې دي لکه د لوى څارنوال يا د سترې محکمې پريکړې سلبول او يا هم د لويې عنعنوي جرګې نه ردول وو. بل دا چې يو کال مو تير شو خو تر اوسه پورې موږ د خپل وطن په ګټه يو کار هم نه دى کړى. فقط د شخصي ګټو په خاطر وکيل صاحبانو مبارزه کړې ده.))

که يو لور ته ارين يون هم په دې نظر ده چې د ولسي جرګې استازو د تير يوه کال راهيسې د ملت په ګټه ګام نه دى پورته کړى، نو بل لورته بيا سياسي شنوونکي په دې باور دي، چې د پرديو په لاسونو جوړ پارلمان د ملت غوښتنو ته مثبت ځواب نه شي ويلاى.
XS
SM
MD
LG