د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډرون بریدونو اغېز


ډرون الوتکه
ډرون الوتکه


د ورځپاڼې ډېلي ټاېمز په يوه مقاله کې راغلي دي چې امريکا په پاکستان کې د افغان طالبانو سره جوړ جاړی کول غواړي او هم په دې غرض يي د پاکستان دننه خپل ډرون بريدونه زيات کړيدي .

که يو خوا امريکا د ډرون بريدونو له لاري په افغان طالبانو فشار راوړل غواړي چې داډول د خبرو ميز ته کېني نو بلخوا سپينه ماڼۍ دا هم هڅه کوي چې اسلام اباد د اورپکو ډلو سره خپلي اړيکې وشلوي، خو مقاله ليکونکې زياتوي چې د ډرون بريدونو له وجې د پاکستان په ولس کې د امريکا ضد جذبات زياتيږي چې له وجې يي طالبانو ته ګټه رسيږي.

مقاله کې وړاندې راغلي دي که په افغانستان کې طالبان بيا په حکومت کې راغلل نو د دي هيڅ څوک ذمه واري نه شي ورکولای چې دوی به القاعده لره په هيواد دننه ځای نه ورکوي. دوی له وړاندي د پاکستان طالبانو ته د پټن ځايونه ورکړي او په دې کې هيڅ شک نه شته که بيا په واک کې راشي نو بيا به هم دغسي کوي.

مقاله کې وړاندي راغلي دي که څه هم د پاکستان اسټيبليشمنټ افغان طالبانو ته پر نورو امتياز ورکړي خو دغه هيواد کله هم بيا په افغانستان کې د طالبانو حکومت نه شي زغملای.

مقاله ليکونکې په اخره کې د دي ټولو مسلو حل په درې خبرو کې وړاندي کوي ړومبۍ داچې له افغانستانه بهرني ځواکونه ووځي ، دويمه دا چې د افغانستان او پاکستان دننه د تره ګرو پټن ځايونه له مينځه يوړل شي او دا چې کوم ترهه ګر دي هغه خپلو خپلو هيوادونو ته وليږل شي ، دريمه او اخري خبره دا چې کوم علاقايي يا نړيوال هيوادونه دي هغه په افغانستان کې خپله مداخله بنده کړي او افغانان دي ته پريښودل شي چې خپلي مسلي په خپله هوارې کړي .


بلخوا د ورځپاڼي وال سټريټ جرنال په يوه مقاله کې راغلي دي په افغانستان کې د راوان کال د لومړنيو مياشتو په پرتله د جولايي نه تر سپتمبر مياشتي پورې په تشدد کې ۲۶ فيصده کمی راغلی دی ، په افغانستان کې د اورپکو مهم پټن ځايونه له مينځه وړل شوي دي ، په پاکستان کې دننه کډوال د اورپکو سره د ملاتړ په لړ کې د بهر څخه يو مهم جواز ګڼل کېږي ، په دي روستيو کې د پولې دواړو خواؤ ته په بريدونو کې هم زياتوالي راغلي دي.

په مقاله کې وړاندي راغلي دي افغان حکومت واۍ چې د هغوي ادارو په دي وړي موسم کې ډير لږ پرمختګ کړي دي.

که يو خوا د افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو ويستل پيل شوي نو بلخوا ځیني دفاعي کارپوهانو او چارواکو په پټه دا پوښتنه کړېده چې ايا د افغانستان په جنوبي برخه کې امنيتي لاسته راوړني به برقرار وساتل شي او که نه ؟

او بله داچې ايا دا امنيتي ګامونه به د افغانستان مشرقي برخو ته وغځول شي او که نه؟ په افغانستان کې د امريکايي پوځ پخواني قومندان ډېویډ برنو ويلي دي له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل کېدای شي امريکايي ځواکونه په دې مجبوره کړي چې په افغان ځواکونو د لا نورې تربيه ترلاسه کولو زور راوړي.
XS
SM
MD
LG