د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوادر د بلوچستان د ژمي مرکز شو


د بلوچستان وزیراعلی نواب اسلم خان ریسانی
د بلوچستان وزیراعلی نواب اسلم خان ریسانی

نیازموسی خیل،کوټه


د بلوچستان حکومت اعلان کړی چې ګوادر به د ژمي لپاره د بلوچستان نوې او دویمه پلازمېنه) دارالحکومت (وي.په دغه اړه رسمي سرکاري خبر لیک هم جاري شوی چې پکې راغلي هر کال د اکتوبر له ۲۱مې نېټې څخه د مارچ تر ۳مې نېټي پوري به ګوادر د بلوچستان د ژمي مرکز وي.

دلته په کوټه کي زموږ ولس په ورځو او اونیو پراته وي،مګر دوی د خپل کار خلاصولو لپاره له وزیراعلی او سیکرټریانو سره په لیدو کې نه بریالي کیږي،نو په ګوادر کي به وضع لا نوره هم خرابه شي اواولس به له نورو ستړو او خواریو سره مخامخ شي.

په صوبه کې بلوڅ او پښتون ملت پالو ډلو د حکومت پر دې ګام د سختي ناراضۍ څرګندونه کړې.د بلوچستان نیشنل پارټۍ،مینګل ډلي مرکزي مشر آغا حسن بلوڅ په وايي ،نه پوهېږي حکومت ولي دا سې پریکړې کوي چې پکې خلکو ته ستونزي را مخته شي.په کوټه کې لا د وړاندې د خلکو لپاره بنیادي سهولتونه نشته،نو ګوادر خو بیا ډیر لیري ځای دی او یقینًا هلته په تلو کي به سرکاري او عام خلک،دواړه له ستونزو سره مخامخ شي.

آغا حسن زیاتوي،٫٫داسي مالومیږي،چې دا د پنجاب او واکمنو قوتونو سازش دی او ددې تر شا دا مقاصد ښکاري چې هلته پنجابیان،اُردو ویونکي او سیندیان آباد کړي او د بلوڅانو اکثریت په اقلیت بدل کړي،ولي چې ټولي نړۍ ته مالومه ده،ګوادر څومره مهم ځاۍ دۍ.٬٬

آغا حسن بلوڅ وایي،د دغو وجوهاتو پر بنسټ د دوی ګوند د دې پریکړې غندنه کوي.

پښتون ملت پاله ګوند،پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم ددغه ګام مخالفت کوی.د ګوند یو مشر او د بلوچستان پخوانۍ صوبایي وزیر،سردارمصطفی خان ترین وویل،چې کوټه د پښتنو پلازمېنه وه،ده او په راتلونکي کي به هم وي.

دی زیاتوي:٫٫دلته په کوټه کي زموږ ولس په ورځو او اونیو پراته وي،مګر دوی د خپل کار خلاصولو لپاره له وزیراعلی او سیکرټریانو سره په لیدو کې نه بریالي کیږي،نو په ګوادر کي به وضع لا نوره هم خرابه شي اواولس به له نورو ستړو او خواریو سره مخامخ شي.٬٬

د بلوچستان هم عادي وګړي هم د حکومت له دې اوسني ګامه خوشاله نه دي.د کوټې پوهنتون یو زدکونکی نصیب الله پیکر وايي،دا یوه ډیره غلطه پریکړه ده.دی حیران دی چې آخر حکومت ولې داسې لیونۍ،لیونۍ پریکړې کوي.

نصیب الله زیاتوي، ٫٫زما کور په لورالایي کې دی.زه چې کله هم په خپل یو سرکاري کار پسي کوټي ته راځم،نو زما له یوې خوا د لارې خرڅ تر ۵۰۰ روپیو پوري راځي.چې زه دوې یا درې شپې په کوټه کې وکړم،نو له ۳ یا ۴ زره روپو پورې مو خرڅ لګېږي.او که زه ګوادر ته هم په دغه شان لاړ شم،نو زما تر ۱۰ زرو پوري خرڅ راځي،چې دا د یو غریب سړي د وس کار نه دی،ولې چې ګوادر نه صرف له اکثره بلوڅو سیمو څخه لیري دی،بلکه له پښتني سیمو خو بیخي زیات لیري دی.٬٬

بلوچستان حکومت که څه هم ګوادر د ژمي لپاره د بلوچستان پلازمېنه ګرځولو منظوري ورکړې،مګر تر اوسه یې په دغه اړه نور جزیات او تفصیلات نه دي ورکړي چی دا ګام ولي واخیستل شو او آیا ټولې سرکاري محکمې،سیکرېټریان او کابینه به په ژمي کي هلته ځي او که څنګه؟خو دا خبره څرګنده شوې چی په صوبه کی زیاتره سیاسي ګوندونو اوخلکو ددغه حکومتي ګام سخت مخالفت کړی دی.

یاده دي وي،چې ګوادر له کوټي څخه شاوخوا ۱۰۹۷ کیلومیتره لیري د شمال لویدیز پر خوا پروت یوه مهم سمندري ښارګوټۍ او بندرګاه ده،چې نړیوال شهرت لري.
XS
SM
MD
LG