د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د یاغیانو مرکزونه لویه خطره ده


به کورمه اجنسۍ کې د وسله والو طالبانو پټنځای چې د پاکستاني پوځي لخوا میډیا ته ښودل کېږي.۲۰۱۰ م کال د جولايي ۶ مه نېټه
به کورمه اجنسۍ کې د وسله والو طالبانو پټنځای چې د پاکستاني پوځي لخوا میډیا ته ښودل کېږي.۲۰۱۰ م کال د جولايي ۶ مه نېټه
رویټرز خبری اژانس لیکي د امریکا د دفاع وزارت پینټګان د بیان تر مخه په داسې حال کې چې امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه ویستل شورو کړي دي، هغه یاغیان چي پاکستان یی ملاتړ کوي ، د بهرني ځواکونو لپاره یوه لویه خطره ده.

د امریکا کانګریس ته د دویم کلني رپورټ وړاندی کولو په موقع د امریکا ددفاع وزارت ويلي د تېر کال په پرتله سږ کال امنیتي حالات ښه شوي دي


د رپورټ تر مخه که څه هم نیټو او افغان ځواکونو د طالبانو پر وړاندې کامیابانې تر لاسه کړي خو بیا هم دغه یاغیتوب غځیدونکی دی چې د خپل سر راپورته کولو څرګنده وړتیا لري.

دغه رپورټ زیاتوي ختیځي پولو باندې د وسله والو حملې زیاتی شوي ځکه چې په پاکستان کې د یاغیانو د پټن ځایونو ملاتړ کیږي. او دغه بریدونه د نیټو د کیمپین لپاره یوه مهم خطر دی.

دا رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د امریکایی صدر بارک اوباما انتظامیې له افغانستانه د ځواکونو ویستل شورو کړي چې په لړ کې به یی سږ کال ۱۰۰۰۰ لس زره او نور ۲۳۰۰۰ به د ۲۰۱۲ م کال د سپتمبر تر میاشتې پوری وویستل شي.

خبري اژانس ليکي د اوباما په پلان تنقید کونکي اندیښنه لري چې له دې سره تر لاسه شوي کامیابانی اغیزمنی کیدای شي چې دا وخت د پاکستان سره په ختیځي پولو نا امنه حالاتو ته اشاره کوي.

خبري اژانس زیاتوي د امریکا د دفاع وزارت په کابل کې د ۱۳م ستمبر برید لپاره حقاني شبکه ذمه واره ګرځولی او وایی چې په دې کې ورسره د پاکستان لخوا مرسته شوی وه.

په رپورټ کې راغلي په مهم هدفونو بریدونه زیات شوي خو بیا د تېر کال په مقابله کې د دښمن لخوا مجموعي حملې تر ۵ فیصده ټيټې شوي دي.
او بیا دغه حملې چې نیغ په نیغه په پاکستان کې د وسله والو د پټن ځاینونو نه پر دوي کيږي د ایتلافي هیوادونو په ګډون د افغانستان لپاره سیاسي اثرات لرلای شي.

د پینټګان رپورټ وایی په بریدونو کې د ولسي وګړو وژنه زیاته ده خو هغه د نیټو په کاروایی کې نه بلکه د سړک غاړي بمي چاودنو او یا د وسله والو په بریدونو کې وژل کيږي. رپورټ د افغان امنيتي ځواکونو د صلاحیت په اړه اندیښنه څرګنده کړي چې نه ده معلومه څومره زر دوی امنيتي چارې سنبالولی شي او واشنګټن ورته تر څو پيسې ورکولی شي.

د دې تر څنګ رشوت ، او کمزوری حکومت هم د افغانستان استحکام په خطر کی اچوي. رپورټ د اسامه بن لادن وژنه یوه لویه لاس ته راوړنه بولي خو وایی چې له دې پر سره د پاکستان او امریکا تر مینځ تعلقات خراب شوي دي. او بیا نا اعتباري او جدا دلچسپیانی به د پاکستان او افغانستان تر مینځ همکاري ته وده ورنه کړل شي.
XS
SM
MD
LG