د لاسرسي ځای

تازه خبر

انقلابونه نقلول


د قاهرې په آزادۍ (تحریر) کې د زرګونو خلکو لاریون
د قاهرې په آزادۍ (تحریر) کې د زرګونو خلکو لاریون

دې ایکسپریس ټریبیون په دې مقاله کې لیکوال سروپ اعجاز د انقلابونو نقلولو په اړه لیکي د انقلاب لپاره جنګیالي تخلیق کونکي او د لیونتوب ترحده خپلواکه ځوان کول پکار وي خو د پاکستان نوی کول چې زیاتره پکې ستړي او نا زړه ښکاري خپل هیواد کې د عربي او افریقي نړۍ ددې ورستيو انقلابونو په څیر بدلون راوستل غواړي.

لیکوال وايي انقلاب او مزاحمت ګران کار دی چې پاکستاني خلک یې تش نقل کوي او په عربي نړۍ کې د پسرلي پاڅون ته په کتو سره یې ځینو خو په لاهور کې یو چوک له د التحریر نوم هم ورکړو، التحریر د مصر سر ښار قاهره هغه چوک دی چیرته چې خلک د پخواني صدر حسنې مبارک د اوږدې واکمنۍ خلاف راغونډ شوي وو او ترهغې ناست وو چې د نوموړي حکومت یې نسکور کړو. اوس په لاهور کې د چوک تش نوم په بدلولو انقلاب څنګه راتلای شي.په مصر کې انقلاب خو چوک نه بلکه د خلکو جذباتو راوستی وو.

لیکوال وايي د پاکستان نوی کول مایو سه کول نه غواړي خو ضرورت ددې خبرې دې چې خپل هیواد او مسلو ته په کتو سره د بل چا د نقل بغیر د خپل فکر په رڼا کې د بدلون لپاره هڅې وکړي. ځکه چې دوي د یو شمیر کامیاب شوي انقلابونو خبرې کوي خو د ناکام شويو پاڅونونو په اړه ډیر لږ مالومات لري.

سروپ اعجاز وړاندې لیکي کله چې په هند کې انا هزارې نومې یو مشر په دغه هیواد کې د بډو رشوتونو او درغلیو خلاف خپل تحریک شورو کړو نو پاکستان کې هم داسې خبرې شورو شوې چې دا هیواد هم د انا هزارې غوندې مشرانو ته ضرورت لري او اوس په دې ورستیو کې داسې خبرې کیږي چې خلک به راوځي او دلاهور او اسلام آباد لارې کوڅې به قبضه کوي، نو دا ډول د ۱۹۶۰م او ۱۹۷۰م په لسیزو کې په امریکا کې شوي وو او هغه د سرمایه دارو خلاف خلک راوتي وو اوس خلکو د سرمایه دارو ټکي په جاګیر دارو بد ل کړو او دامریکا په ډول پاڅون کول غواړي. نو دا یو انقلاب او پاڅون هم د پاکستان د ځايي او فطري مسلو او حالاتو سره سمون نه خوري.

لیکوال وايي د پاکستان نوی کول مایو سه کول نه غواړي خو ضرورت ددې خبرې دې چې خپل هیواد او مسلو ته په کتو سره د بل چا د نقل بغیر د خپل فکر په رڼا کې د بدلون لپاره هڅې وکړي. ځکه چې دوي د یو شمیر کامیاب شوي انقلابونو خبرې کوي خو د ناکام شويو پاڅونونو په اړه ډیر لږ مالومات لري.

سروپ اعجاز وايي دا موجوده ځوان کول دمیرمن نصرت بوټوپه مړینه دومره نه دي خپه څومره چې د ايپل کمپیوټرونو او موبایل ټیلیفونو جوړونکي سټیو جاب په مړینه خپه دي. د میرمن نصرت بوټو د خپل وخت د آمریت خلاف د جمهوریت لپاره ډیرې هلې ځلې کړي وې. دغه راز اوس یو بحث داهم شورو شوی دی چې دقذافي سټیډیم نوم دې بدل شي نو پوښتنه دا ده چې خلک د قذافي دظلم نه اوس خبر شو چې په لارو کوڅو کې خپلو ووژلو؟ او آیا چې کوم آمر ژوندی وي نو دهغه په یاد کې بیا خیر دی که د کوم ځایې نوم کیښودل شي؟

دي ایکسپریس ټریبیون ددې مقالې په آخر کې سروپ اعجاز لیکي هغه د نورو هیوادونو انقلابونو ته سپک نه ګوري خو هغه هم دهغوي په حالاتو کې سم وو، اوس پاکستان کې دبدلون لپاره پکار دي چې اول خپلو مسلو ته وکتل شي او بیا د هغې د هوارولو لپاره هلې ځلې شورو کړې شي. لکه د مذهب په نامه د یو بل د وژنې لیونتوب، بډې رشوتونه او درغلۍ او او خراب حکومتي نظام د پاکستان لویې مسلې دي چې ذمه واري یې په نورو قامونو او یا هیوادونو اچول څه ګټه نه رسوي. ځوان کول له پکار دي چې راپاڅي او ددې دهوارولو لپاره یو خپل انقلاب جوړ کړي.
XS
SM
MD
LG