د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو د کابل برید وغندلی


په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الين
په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الين

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الين وويل، هغه بريد خواشينى کړى چې د ائتلافي ځواکونو او افغانانو په وړاندې وشو.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيودو ويستر ويلې هم دغه بريد غندلى او په يوه خپاره شوي بيان کې يې ويلي: جرمني د وژل شويو کسانو له دوستانو او خپلوانو سره په غم کې ځان شريک ګڼي.

ولسمشر حامد کرزي هم په يوه اعلاميه کې دغه حمله غندلې او د افغانستان د سولې او ثبات د دښمنانو کار يې بللى دى.

دا پېښه پرون تر غرمې له مخه د کابل په دارالامان سيمه کې هله رامنځ ته شوه چې کله يوه ځان وژونکي د چونکو توکیو ډک موټر د بهرنيو ځواکونو پوځي کتار ته نژدې والوزولی ، چې په کې ١٧ تنه ووژل شول چې ١٣ تنه يې بهرنيان او ٤ تنه يې افغانان وو.

ناټو وايي په دغو ١٣ کسانو کې پنځه د ايساف سرتېري او اته نور د ايساف ځواکونو ملکي کارکوونکي وو. ځينو اژانسونو ١٣ واړه وژل شوي امريکايان ښوولي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په وژل شويو څلورو افغانانو کې يو پوليس او دوه ماشوم زده کوونکي شامل وو.

وسله والو طالبانو د دې برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

افغان چارواکي معمولاً د دغسې بريدونو په وخت کې پاکستان په لاس لرلو تورنوي، خو د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګېلاني پرون دغه بريد وغانده.

په ميدان وردګ کې د بهرنيو ځواکونو د يوې الوتکې تر ويشتل کېدو وروسته دا په تېرو لسو کلونو کې د بهرنيو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل شوې ده.

دغه وروستي بريد له بهرنيو ځواکونو افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د سپارلو په برخه کې زياتې اندېښنې پيدا کړي.

په کابل کې د ناټو يوه لوړپوړي ملکي استازي سيمون ګاس د کابل تر پروني بريد مخکې په کابل کې يوې غونډې ته وويل:

موږ د امنيتي مسووليتونو د لېږد په ترسره کېدو ډاډه يو، که چېرې امنيتي وضعيت له دوو کلونو مخکې وضعيت سره پرتله کوو، موږ په ګڼو سيمو کې ډېر ډراماتيک بدلون وينو

سږپه ۲۰۱۱م کال په افغانستان کې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېر شا و خوا ٥١٠ ته رسېدلى، تېر ميلادي کال دغه شمېر ٧١٠ و.

بله خوا د امریکا د دفاع وزارت د افغانستان په اړه يو راپور برابر کړى چې په کې د افغانستان روان امنیتي وضیعت ښه ښوول شوى، راپور وايي له هغو ولايتونو پرته چې له پاکستان سره پر پوله پراته دي، په نورو سيمو کې ناامني کمه شوې ده.
XS
SM
MD
LG