د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګوزن ناروغي به د روان کال تر پایه ختمه کړو


د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني
د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني
احمد شاه اعظمي، مشال راډیو

پراګ
- د شنبې په ورځ په پرت کې د ګډو ګټو هیوادونو د سازمان مشرانو کالنۍ غونډه وکړه چې په کې د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني هم ګډون کړی دی.

د غونډې پر مهال هیواد مشرانو او وزیر اعظمانو د ګوزڼ یا د پولیو د ناروغۍ له منځه وړلو لپاره پر دې سربېره د پوخ هوډ څرګندونه وکړه چې په افغانستان و پاکستان کې د خرابو حالاتو له کبله د ګوزڼ ضد څاڅکو هڅې له ستونزو سره مخامخ دي.

د برتانیا، اسټرالیا، کاناډا، او نایجیریا تر څنګ د مایکرو سافټ شرکت باني مشر بل ګېټس هم په افغانستان، پاکستان، هند او نایجیریا کې د ګوزڼ د ناروغۍ له منځه وړلو لپاره د لسګونه میلیونه ډالرو ورکولو ژمنه وکړه.

دا پیسې به د روغتیا نړیوالې ادارې ته ورکول کېږي. دا اداره په نړۍ کې د ګوزڼ ضد څاڅکو او واکسینو د کیمپېن مسووله ده.

په افغانستان، پاکستان، هند او نایجیریا کې د ګوزڼ ناروغي نن هم وبايي بڼه لري.

په پرت کې دا سرمشریزه به تر درو ورځو روانه وي چې په کې پرته له افغانستانه د ۵۳ هیوادونو مشران برخه اخلي.

شا و خوا دا ټول هیوادونه پخوا د برتانیا تر واک لاندې پاتې شوي ول نو ځکه اوس د ګډو ګټو د سازمان غړي دي.

د سرمشریزې پر مهال پاکستاني وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني وویل، په جدي ډول اندېښمن دی ځکه چې په هیواد کې یې په وروستیو کالونو کې د ګوزڼ د ناروغۍ کچ زیات شوی دی.

پاکستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې تېر کال په کې د ګوزڼ ناروغي زیاته شوه.

د روغتیا نړیواله اداره وايي، تېر کال په نړۍ کې د ګوزڼ ۱۴۴ کېسونه مخې ته راغلل. په ۲۰۰۹ز کال کې ۸۹ کسان د ګوزڼ په رنځ اخته شوي ول.

په دې ناروغانو کې ۱۱۸ په پاکستان کې ول چې تر ټولو لوی شمېر دی.

ګیلاني وویل، د جګړې له کبله له افغانستان سره د پولې دواړو خواو ته د خلکو اوښتل، دې سیمو ته د روغتیايي ډلو نا رسیدګي او د مذهبي سختدریځو له کبله له پولې سره په پرتو سیمو کې د واکسیني څاڅکو نه ورکول هغه لاملونه دي چې دا ناروغي یې خپرېدو ته پرېښې ده.

ده زیاته کړه، پر دې سربېره د پاکستان حکومت ژمن دی چې د روان کال تر پایه به دا ناروغي ختمه کړي.

هلته په افغانستان کې تېر کال ۳۰ او د روان کال پر مهال تر اوسه ۴۱ کسان د ګوزڼ مرځ وهلي دي.

د روان کال پر مهال په نایجیریا کې ۴۹ کسان ګوزڼ وهلي او په هند کې تېر کال ۴۴ خو سږ کال یواځې یو کس د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی دی.
XS
SM
MD
LG