د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د پي آر ټي پر دفتر برید


د پي آر ټي پر دفتر تر برید وروسته افغان امنیتي ځواکونو سمدستي سیمې ته ځان ورساوه.
د پي آر ټي پر دفتر تر برید وروسته افغان امنیتي ځواکونو سمدستي سیمې ته ځان ورساوه.
سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار
- امنيتي چارواکي وايي سره له دې چې د بريد په سيمه کې يې د عامو وګړو د ساتنې په موخه ګړندي عمليات نه شواى کولاى د پي ار ټي پر ودانۍ د ځانمرګيو تر ډله ييز بريد درې نيم ساعته وروسته وتوانېدل يوې درې پوړيزې ودانۍ ته ختلې څلور واړه ځانمرګي بريد کوونکي ووژني.

پوليس وايي چې د جګړې له پيل څخه تر دوو ساعتونو پورې دوى يوازې د پېښې ځاى ته له څېرمه کورونو څخه ښځې او ماشومان ايستل او وروسته يې د ځانمرګيو د وژلو په موخه عمليات پيل کړل .

د کندهار امينه قومندان سمونوال عبدالرازق چې په خپله يې هم په دغو عملياتو کې برخه درلوده نن سهار خبريالانو ته وويل چې ځانمرګي بريد کوونکي تېره ورځ د يوې امنيتي کمپنۍ دفتر ته چې څو ورځې وړاندې ورڅخه د امينتي کمپنۍ کار کووونکي تللي وو ختلي وو.

دى وايي پوليسو ته د ځانمرګيو سپکې او درنې وسلې په لاس ورغلې او د پېښې په ځاى کې يې يو ټونس موټر او دوه زرنج رکشې چې په چاودېدونکيو توکو بار وو شنډ کړي دي.

((شپږو بجو ته ټول ځانمرګي له مېنځه يوړل شول. دوه زرنج رکشې او يو مونى موټر چې په چاودېدونکيو موادو بار وو د پوليسو له خوا کشف او خنثى شول. په دغو عملياتو کې مونږ ته هيڅ زيان نه دى رسېدلى خو د دښمن څلور واړه بريد کوونکي مو وژلي دي. ))

د هېواد په جنوب کې د ناټو ځواکونو بيا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي دي چې په دغو بريدونو کې پېنځه تنه بهرني سرتېري ، يو امريکايي وګړى او دوه افغان ژباړن ټپيان شوي دي.

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د بريدونو مسوليت مني او ادعا کوي چې په ترسره شويو بريدونو کې يې نهه تنه بهرني او اوولس تنه کورني سرتېري وژلي دي.

څو ورځې وړاندې هم په کندهار کې د ملي امنيت کارکوونکي د ځانمرګيو يوه ډله نيولې وه چې د دوى په خبره غوښتل يې په کندهار کې د پي ار ټي پر دفتر او د ملي امنيت په رياست ډله ييز بريدونه وکړي.
XS
SM
MD
LG