د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې دا ځل کوکنار نه کرل کېږي


په جلال اباد کې د شوې غونډې ګډونوالو پرېکړه کړې چې اوس به کوکنار نه کري.
په جلال اباد کې د شوې غونډې ګډونوالو پرېکړه کړې چې اوس به کوکنار نه کري.
باز محمد عابد، مشال راډیو

جلال اباد
- د افغانستان د ننګرهار د سرحدونو او قبايلو رياست د قومي شخړو د مخنيوي، د کوکنارو د نه کرلو، په سوله او امنيت کې د ولسونو او قبايلي مشرانو د برخې اخيستو په خاطر يوه غونډه کړې ده.

غونډې ته د ننګرهار د سرحدونو او قبايلو ریيس بريالي ګرديوال وويل چې نن يې د ننګرهار له ټولو ولسواليو او جلال اباد ښار يو شمېرقومي مشران په دې موخه ورټول کړي، چې د قومي شخړو د مخنيوي، د سولې او امنيت په ټينګښت او په سيمو کې د کوکنارو د مخنيوي په اړه له دولت سره د زړه له کومي ملاتړ ي شي.

دى وايي: (( په ننګرهار کې د مخدره موادو د کروندې د بندولو په اړه د ولسونو مرسته او کومک او د دې په څنګ کې د ننګرهار د ولسونو له خوا په دغه ولايت کې د امنيت د راوستو او د سولې له جريانه بشپړ ملاتړ د دې اجنډې او اهدافو د لاسته راوړو په خاطر د ننګرهار د سرحدونو او قبايلو چارو په رياست کې دغه غونډه جوړه شوې ده.))
د ښېوې ولسوالۍ د انکشافي شورا ریيس او قومي مشر حاجي محمد اکبر وايي چې له ټولو قومونو سره به په يوه خوله د پرتو ستونزو د حل لپاره هلې ځلې کوي.

په جلال اباد کې د شوې غونډې ګډونوال
په جلال اباد کې د شوې غونډې ګډونوال
(( دلته چې هره پرېکړه کېږي موږ به يې په خپلو کليو ، بانډو او ولسونو کې تبليغوو. او د عنعنوي جرګو له لارې به دغه کمپاين مخ ته وړو. موږ به [له] خپلو ولسونو سره د مخدره مواد د نه کرلو خبره کوو. د امن او امان په [اړه] به کوښښ کوو چې خپل کلي او کورونه چې اوس په کې بې ثباتي خپره ده، [له] دې حالته به يې را وباسو.))
دا چې ولسونه به خپلو ژمنو باندې ولاړ پاتې شي او که څنګه؟ دا پوښتنه د ننګرهار د سرحدونو او قبايلو ريس بريالى ګرديوال داسې ځوابوي:

((په افغانستان کې د کوکنارو [له] کره دومره فايدې د افغانستان ملت ته نه رسېږي، څومره چې د افغانستان ملت ته رسېږي. موږ سل په سلو کې په دې باور يو چې سلاکار وزير او د ننګرهار والي په دې [اړه] د ننګرهار [له] قومي مشرانو سره بيا بيا کتلي، امنيتي ادارو ته يې لازم هدايت کړی. موږ په دې مطمين يو چې د ننګرهار ولسونه او قومي مشران په دې [اړه] مخلص دي.))
هېره دې نه وي، چې په ننګرهار کې په وار- وار دولتي چارواکو قومي مشران د خپل ملاتړ او مرستو په موخه سترو- سترو غونډو ته وربللي، خو يو شمېر کتونکي بيا دا رنګ ناستې يوازې د وخت زيان بولي او وايي چې د ستونزو د له منځه وړلو بنسټيز اړخ ته جدي پاملرنه نه کېږي.
XS
SM
MD
LG