د لاسرسي ځای

په کندهار کې نشه یي او چاودېونکي توکي نیول شوي


د کندهار ښار د سردار مدد خان څلور لاره

د کندهار ښار د سردار مدد خان څلور لاره

سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار
- د افغانستان د کندهار امنيتي چارواکي وايي چې د ښار په بېلابېلو سيمو کې يې د لړ عملياتو پر مهال تر شل ټنه زيات نشه يي توکي نيولي دي .

د پوليسو په خبره په نيول شويو موادو کې هيروين ، مورفين ، سوډيم کاربونېټ او امونيم نايټريټ شامل دي.

له امونيم نايټريټه ډېر وخت دولت مخالف وسله وال د سړک د غاړې ماينونه جوړوي.

د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرزاق له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې پوليسو دغه مواد د کندهار د درېيمې امنيتي حوزې په سيمه کې نيولې دي .

د ده په خبره نيول شوي نشيي توکي به له دې وروسته د افغانستان فراه او نيمروز ولايتونو ته پسې لېږدول کېدل.

(( يو ويشت ټنه او دوه سوه کيلو هغه مواد چې نيمه هيروين دي د يو بل هېواد څخه راغلي وو او ليږدونکيو يې غوښتل چې فراه او نيمروز ولايتونو ته يې پسې ولېږدوي خو د درېيمې امينتي حوزې په سيمه کې پوليسو او د سپېشل فورس قطعې نيولي دي ))

جنرال رازق زياتوي چې د نيولو شويو توکيو د لېږد په تور يې يوولس تنه نيولي دي خو له دې ډلې څخه به لس تنه چې ګمان کېږي بې ګناه دي بېرته خوشي کړل شي .

امنيه قومندان رازق وايي چې په دې سربېره پوليسو د په کندهار ښار او ځينو ولسواليو کې د پلټنو پر مهال پېنځه تنه وسله وال او په چاودېدونکيو توکو يو بار موټر هم نيولى دى . چې دا مهال د دوى په ولکه کې دي.
(( درې تنه د دښمن له مېنځه تللي دي ، پېنځه کسه يې له وسلو سره نيول شوي او دوه کسه له يو موټر سره چې وسلې او چاودېدنکيو توکي پکې تېره ورځ نيول شوي دي ))

دى زياتوي چې په دې تېرو څو ورځو کې يې هغه دولس تنه پوليس هم نيولي او بنديان کړي دي چې په خپل سر يې په ځينو کورونو کې پلټنې کولې .
XS
SM
MD
LG