د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار په زندان کې نور بندیان نه ځایږي


د کندهار د لوی محبس ور
د کندهار د لوی محبس ور
سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار
- د افغانستان د کندهار په لوى محبس کې بند کسان وايي چې دا مهال د بنديانو شمېره دومره زياته شوې ده چې په کوټو کې يې نور ځاى نه پيدا کېږي .

دوى وايي د بنديانو د زياتوالي له امله دا مهال په يوه کوچنۍ کوټه کې له څوارلسو تنو نيولې بيا تر شپاړسو تنو پورې بنديان اچول شوي دي چې له امله يې نه خوب کولاى شي او نه هم په ارامه کښېناستلاى شي .

د دوى په خبره د کندهار په لوى زندان کې خو ډېرى لا داسې کسان هم بند پاتې دي چې د بند موده يې پوره شوې خو لا هم بې برخليکه په دغه زندان کې شپې سبا کوي.

د محب الله په نامه د کندهار په زندان کې بند يو تن وايي چې يوه نيمه مياشت يې په زندان کې تېره شوې ده خو نه چا ورڅخه تحقيق کړى او نه يې هم محاکمې ته بېولى دى.

دى وايي په زندان کې بنديانو ته پوره او برابر خواړه هم نه ورکول کېږي. د ده په خبره په څلرويشت ساعتونو کې يو نيمه ډودۍ ورکول کېږې چې هغه هم نيمه سوځېدلې وي.

(( نيمه ډوډۍ راکوي نه پرې مړېږو او نه پرې جوړېږو د هغې نيمې ډوډۍ هم شا سوځېدلې وي . نيمه سهار راکوي ، نيمه غرمه او نيمه ماښام چې ټوله يوه نيمه ډوډۍ راکوي. ټول لس تشنابونه لرو او دوه سوه شپاړس کسه ورته په ساعتنونو ساعتونو انتظار کوو. ))

محب الله زياتوي چې له زندان څخه دومره بنديان نه ايستل کېږي څومره چې هره ورځ ورته راځي . دى وايي چې دا مهال د بنديانو د زياتېدو له امله د زندان ټولې خونې ډکې شوې دي . چې له امله يې ځينې بنديان کرۍ شپه ويښه تېروي.

(( يو کس خوشي کېږي ۱۵ نور راولي . کوټې هم تنګې دي او شپاړس يا اتلس کسه په يوه کوټه کې پراته يو ، لکه لخښتې چې يې اوډلې وي ستوني ستغ پراته يو نه په اړخ اوښتلاى شو نه کښېناستلاى شو، په بنديانو پسې څوک پوښتنه نه کوي، يو د تن د خوشي کېدو پرچۍ ورڅخه په کالو کې پرېمنځل شوې وه ، يوه نيمه مياشت يې هغه شړېدلې پرچۍ ګرزوله خو چا يې پوښتنه ونه کړه . ))

د سخي احمد په نامه د کندهار زندان يو بل بندي هم وايي چې د زندانانو د شمېرې د زياتوالي له امله په زندان کې د پخوا په پرتله ژوندى ډېرى تريخ شوى دى.

(( ورځ په ورځ د بند يانو په شمېره کې زياتوالى راځي. خو په زندان نور د راتلونکيو بنديانو د پاره ځاى نه دى پاتې دى. دلته په کونۍ کوټه کې له دولسو تنو نيولې بيا تر اتلسو تنو بنديان ساتل کېږي. هره ورځ لس يا شل تنه نوي بنديان راځي خو يو هم نه ايستل کېږي . د ټولو بنديانو دوسيې په څارنوالي کې بندې دي څوک يې پوښتنه نه کوي، د بنديانو د زياتوالي له امله په ځينو کوټو کې چې کوټه کولپي کسان پکې ساتل کېږي د بنديان ساه هم بندېږي .))


د کندهار د لوى زندان مدير ډګروال غلام فاروق بيا له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال وويل چې د کندهار زندان اويا کاله وړاندې چې د کندهار نفوس د اوس په پرتله ډېر کم وو جوړ شوى دى.

دى وايي اوس د کندهار د نفوسو شمېره هم زياته شوې او جرمونه هم زيات شوي دي ، خو زندان د پخوا په څېر هغومره کوچنى پاتې دى ځکه پکې زيات بنديان نه ځايېږي.

ده په خبره دوى په زندان د بندي د بند په لومړنيو پېنځلسو ورځو کې لا څارنوالۍ ته خبر ورکوي چې د بندي شوي کس د توقيف موده پوره شوې ده خو د څارنوالۍ له لوري په بنديانو پسې څوک سر نه ګرځوي.

(( هر وخت چې مونږ ته بنديان راځي هغه پېنځلس ورځې توقيف لري، تر پېنځلس ورځې وروسته مونږ مربوطه څارنوالۍ ته خبر ورکوو چې د دغه کس د توقيف موده پوره شوې ده. خو هغوى يې بېرته ځنډوي. زمونږ په زندان کې داسې څوک نه شته چې د توقيف وخت يې پوره شوى وي خو مونږ دي څارنوالي نه وي خبره کړې ))

ډګروال غللام فاروق هم مني چې نور په زندان کې بنديان نه ځاييږي خو وايي د بنديانو هغه خبرې بې اساسه دي چې ګواکې سم خواړه نه ورکول کېږي.

که څه هم د کندهار په زندان کې بند کسان او د دغه زندان مدير وايي چې پر وخت د بندي شويو کسانو دوسيې نه څېړل کېږي نو ځکه يې زندان له بنديانو څخه ډک دى ، خو په دې اړه د کندهار څارنوال خبرو ته کولو حاضر نه شو.

د کندهار زندان شا و خوا شپږ مياشتې وړاندې د يو تونل له لارې مات شو چې هغه وخت ورڅخه تر پېنځه سوه تنه زيات بنديان وتښتېدل خو د دغه زندان چارواکي وايي چې اوس بېرته په زندان کې د بنديانو شمېره تر پېنځه سوه تنو ډېره لوړه تللې ده .
XS
SM
MD
LG