د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازادې اروپا د راډیو خبریال خوشې کړل شو


د ازادې اروپا د راډیو د تورکمنۍ څانګې خبریال دولت مراد یزکولیف
د ازادې اروپا د راډیو د تورکمنۍ څانګې خبریال دولت مراد یزکولیف
واشنګټن - په تورکمانستان کې چارواکو د ازادې اروپا د راډیو د تورکمنۍ څانګې خبریال دولت مراد یزکولیف خوشې کړی دی.

نوموړي ته د اکتوبر د میاشتې په پیل کې د پینځو کالونو د بند سزا اورول شوې وه.

د دولت مراد په دې سزا د امریکا د کانګرس په ګډون، د تګلارو جوړونکو، د نورو هیوادونو حکومتونو او د حقونو ساتونکو ډلو د غوسې څرګندونه کړې وه.

اوس د تورکمانستان د ولسمشریزې ماڼۍ لخوا د دې هیواد د ازادۍ د ۲۰ مې کالیزې پر مهال ۱۷۰۰ کسان بښل شوي دي چې په کې دولت مراد هم دی.

پر نوموړي تورکمنیو چارواکو تور پورې کړی وو چې قامي، ټولنیز، او مذهبي پارونې یې کولې. پر ده دا تورونه تر هغې وروسته پورې شوې ول چې هغه په ابادان کې د چاودنې رپورټونه خپاره کړي ول.

حکومت هڅه کوله چې د ابادان د پېښې په اړه مالومات پټ وساتي.

د ازادې اروپا د راډیو مشر سټیو کارن د دولت مراد یزکولیف د خوشې کولو په خبر د خوشالۍ څرګندونه وکړه.

((زه خوشاله یم او هوسا یم چې دولت خوشې کړل شو. زه له دې هم ښه خبر یم چې هغه د تورکمانستان د هغوی تګلارو ښکار وو چې تر مخې یې دا هیواد د زور له لارې د رسنیو ازادي ځپي.))

سټیو کارن وايي، نړیواله ټولنه باید هغه هڅې وغندي چې له لارې د بیان ازادي ځپل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG