د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو پلان


د نیټو سیکټري جنرل اندرفوغ راسموسن
د نیټو سیکټري جنرل اندرفوغ راسموسن

رویټرز لیکي امریکا او نړيواله ټولنه پلان لري چي له افغانستان څخه په راتلونکو کلونو کي خپل پوځونه وباسي. په دې لړ کي به د ناټو تر کومندې لاندي نړيوال سوله ساتي ځواکونه په ۲۰۱۴م کال کي د هيواد د امنيت چاري افغان ځواکونو ته سپاري.

خو د نړيوالو ځواکونو وتل يو لړ اندېښنې را ولاړي کړي دي، چي کېدای شي په افغانستان کي د امنيت په لړ کي خلا را منځ ته شي او هغه څه وشي کوم چي په ۱۹۸۹م کال کي د روس تر وتلو وروسته وشوه او روس پلوه او مخالفي ډلي له يو بل سره په جګړه اخته شوې او په نتيجه کي طالبان راپورته شول.


د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې استازي ويګادس اوساکس ويلي چي اروپايي اتحاديه به تر ۲۰۱۴م کال وروسته هم په افغانستان کي حضور ولري.

نوموړي په برسلز کي خبريالانو ته وويل، دا ډېره مهمه ده چي موږ افغانانو ته باور ورکړو چي اروپايي اتحاديه به د نړيوالي ټولني په ملتيا تر ۲۰۱۴م کال وروسته هم په سياسي، پرمختيايي او د روزنيزو چارو په ډګر کي کار کوي.

نوموړي زياته کړه، دا خبره هم ډېره مهمه ده چي موږ يې بايد اروپايي ولس ته ورسوو چي موږ دا نشو زغملای چي په افغانستان او سيمه کي د ۱۹۸۹م کال غلطي تکرار شي.

نوموړي دا خبري تر هغه وړاندي کړي چي د نومبر پر دوهمه نېټه به په استنبول کي او د ډسمبر پر پنځمه نېټه به په بون کي د افغانستان د راتلونکي په اړه پر پلان بحث کيږي.

له افغانستان څخه ځينو هيوادونو وار د مخه لا د خپلو پوځونو د ايستلو نېټه اعلان کړې ده خو امريکا چي د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو مشري په غاړه لري او د درو دوهمه برخه عسکر لري، تر اوسه دا نه ده په ډاګه کړې چي دوی به خپل ټول ځواکونه څه وخت باسي.


درې اونۍ وړاندي د ناټو عمومي منشي اېنډرز فوغ راسموسن ويلي و چي د امنيتي چارو سپارل په دې مانا نه دي چي ټول ايتلاف به له افغانستانه وځي ځکه چي د بدلون مانا تګ نه دی.


په تيرو شپږو مياشتو کي د اورپايي اتحاديې د پوليسو څانګي په افغانستان کي اوولس سوه پوليس او درې سوه پوليس روزونکي روزلي دي. د دې سربېره دوی دوه سوه څارنوالان، دېرش مدافع وکيلان او شل قاضيان هم روزلي دي.

دغه شمېره د هغو لسګونو زرو پوليسو يوه وړه برخه جوړوي چي افغانستان د خپل امنيت ساتلو لپاره اړتيا ورته لري.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې استازی ويګادس اوساکس وايي، زه هيله لرم چي د بون په غونډه کي به موږ په دې حالت کي يو چي و وايو اروپايي اتحاديه به تر ۲۰۱۴م کال وروسته هم په افغانستان کي د امنيت په چارو کي د اصلاح راوستو لپاره خپل کار ته دوام ورکوي.
XS
SM
MD
LG