د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار ته دامريکا د بهرنو چارو وزارت لوړ رتبه پلاوی تللی


 د امریکا د نشه يي توکودنړیوالې مبارزې او د قانون پلي کولو د وزارت مرستيال براین اې نيکولاس(ښ) د افغانستان لپاره د امريکا سفير(م) د کندهار د ولايتي بيارغوني ټيم PRT مشره
د امریکا د نشه يي توکودنړیوالې مبارزې او د قانون پلي کولو د وزارت مرستيال براین اې نيکولاس(ښ) د افغانستان لپاره د امريکا سفير(م) د کندهار د ولايتي بيارغوني ټيم PRT مشره

د کندهار یوه دولتي مطبوعاتي اعلامییه وايي چې د امريکا د بهرنوچارو وزارت یو لوړپوړی پلاوی چې د امریکا د نشه يي توکودنړیوالې مبارزې او د قانون پلي کولو د وزارت مرستيال براین اې نيکولاس يې مشري کوله نن ددغه ولایت په سفر تللی دی.

په دې پلاوي کې د افغانستان لپاره د امريکا سفير،د افغانستان په جنوب کې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې USAID مشر ، د کندهار د ولايتي بيارغوني ټيم PRT مشرې او يو شمېر نورو لوړپوړو امريکايي چارواکو برخه لرله د کندهار زندان له لیدو وروسته یې ددغه ولایت له والي، سکتوري رئيسانو، د عدلي او قضايي ارګانونو او د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې رياست له چارواکو سره وکتل.
د کندهار والي توریالی ویسا له لوړپوړي امريکايي پلاوي سره ويني
د کندهار والي توریالی ویسا له لوړپوړي امريکايي پلاوي سره ويني

د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا لومړى امریکايي پلاوي ته د کندهار د امنيتي، اقتصادي، حکومتداري او پرمختيايي حالت په اړه هر اړخيز معلومات وړاندي کړل او ورپسې يې د نشه يي توکو د کنټرول او مخنيوي او په ولایت کې د قانون پلي کولو په برخو کي د اړينو اقداماتو د کولو په اړه خپل نظريات شريک کړل.

هغه زياته کړه، که څه هم شيمه ييزه دولتي اداره په پرله پسې ډول د قانون سره سم د نشه يي توکو د له منځه وړلو او مخنيوي لپاره هڅي کوي خو بيا هم په دې شيمه کي د کوکنارو کرکيله او قاچاق دوام لري.
والي وويل چې د زورواکانو او قاچاقبرو لخوا د نشه يي توکو کرکيلي ته د کروندګرو هڅونه هغه ستونزې دي چې په کندهار کې يې د کوکنارو کرنې ته لاره هواره کړې ده.

نوموړي پر دې ستونزه هله قابو موندل کېدای شي چې متبادل معيشيت او کرهڼیزې وده پر مخ یووړل شي چې په وينا يې بزګران به د نشه يي توکو له کرکيلي څخه راوګرځوي او په دې برخه کې به پيل سوې مبارزه بريالۍ شي.

د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل چې په کندهار کي د عدلي طب نه شتون ورته سرخوږى جوړ کړى او ضروري ده چې په دې برخه کي اړين ګامونه پورته شي.

د کندهار د استناف څارنوالۍ) داپيل کولو عدالت) رئيس د امريکا د بهرنو چارو وزارت له پلاوي سره د ليدني پرمهال وويل چې د څارنوالۍ ټول سروکار له جنایت کارو او بدو خلکو سره سره دى او له دې خاطره بايد د څارنوالۍ د پياوړتيا لپاره د کارمندانو ښې روزنې او څارنې ته پام زيات شي.
د باندنيو چارو وزرات پلاوي د خپلو خبرو پرمهال وويل چې د کندهار زندان د لیدو پرمهال ورته معلومه شوه چې دا پرسم ځای نه دی جوړ شوی او ضروري ده چې د کليو او کورونو څخه ليري په يوه مناسب ځاى کي ورته ودانۍ جوړه شي.

هغوى ددې ليدني پرمهال له افغانستان سره د امريکايي دولت پر اوږدمهاله مرستو او همکاريو ټينګار وکړ او په وينا يې چې د اورېدل شوو ستونزو د حل لپاره به اړين ګامونه پورته کړي.
XS
SM
MD
LG