د لاسرسي ځای

د افغانستان ګاونډیان او نړیوال دې پر افغانانو ورحمېږي


د جمعيت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان

د جمعيت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان

د پاکستان د مذهبي ګوند جمعيت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ويلي دي چې د ګاونډي هيوادونو تر څنګ د ټولي نړۍ دا ذمه واري جوړيږي چې په افغانستان کي سوله راولي.

نوموړي تېره ورځ په پيښور کي يوي خبري غونډي ته د وينا کولو پر مهال وويل ،چې په افغانستان کې له ۳۰ کالونه زیات جنګ جګړې راروانې دي او نور باید پر افغان قوم زړه سوی وشي.

” ټول افغانستان له جنګه ډېر متاثره دی .هلته په جګړې کې یو دوه نسلونه راځوانان شو.او لا هم په دې خاوره امن نه راځي.نو ظاهره خبره ده چې دا د ټولو ګاونډیو او د ټولې جهانې ټولنې ذمه واري جوړېږي چې په دې افغان ملت ورحميږي او هلته دې د امن یو داسې صورتحال پیدا کړي چې یو هراړخیزه او جامعه غوندې سوله مینځ ته راشي. او په افغانستان کې یو مستحکم هیواد مخ په وړاندې روان شي.”

ياده دې وي چې تر دې وړاندي مولانا فضل الرحمن په خپله يوه وینا کې ویلي وو چې افغانستان یو بېل هيواد دی او پاکستان بېل هيواد دی او هغوی د افغانستان پر خلکو په هیڅ ډول خپله رایه نشي تپلای..

مولانا فضل الرحمن ویلي و که په افغانستان کې تحریک طالبان د امریکا په اړه خپل دریځ بدلوي نو دا د دوی خپله خوښه ده.

نوموړي پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ چې وسله پر زمکه کېږدي او د سولې لاره خپله کړي.
XS
SM
MD
LG