د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او امریکا د خرابو تعلقاتو خطرونه


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن په اسلام آباد کې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن په اسلام آباد کې.
د فارن پالیسي مجلې په دې مقاله کې حیدر حسین علي ملک لیکي دتیرې مۍ په میاشت کې یې د پاکستاني استخباراتي ادارې آی ایس آی د ډپټي ډایریکټر میجر جنرل نیاز محمد خان خټک نه دحقاني وسله والې ډلې سره د هغوي د ادارې د تعلقاتوپه اړه وپوښتل نو هغه په خپل دفتر کې یو قالین ته ګوته ونیوله او ویې ویل که په دې کې وړو وړوټکړو ته پام کوی نو تل به درته هم دغه ښکاري نور څه نه.

خو لیکوال وايي په اوسنيو حالاتو کې که امریکا دې ستونزې ته هر ډول کتنه کوي نو دا ورته واضحه ده چې په آي ایس آي کې ځنې عناصر د حقاني نیټ ورک مرسته کوي چې له وجې یې د امریکا او پاکستان تعلقات تر خطرناکه حده د خرابیدلو امکان دی.

حیدر حسین لیکي پاکستان له یو شمیر مسلو سره مخامخ دې چې پکې په کراچۍ کې نسلي جګړه، په بلوچستان کې بلوڅ وسله والې ډلې، په سند کې د سیلابونو تباهي او په هیواد کې د خوراکي توکیو د حد نه وتي نرخونه د بجلۍ بحران او دتره ګرۍ پیښې

حیدر حسین زیاتوي چې که څه هم په دې ورستیو کې پاکستان ته د امریکا د خارجه چارو دوزیرې هیلري کلنټن سفر د دواړو هیوادونو تعلقات یو څه ښه کړي دي، خو ددې سفر پرمهال هم میرمن کلنټن له پاکستانه غوښتنه کړې چې د حقاني نیټ ورک هغه خلک چې دجوړ جاړي خبرو اترو ته تیاریږي نو دهغوي سره په خبرو اترو کې دې پاکستان کردار ترسره کړي او چې کوم خبرو اترو ته نه کیني د هغوي پرضد دې لاس پورې کړي . لیکوال وايي پاکستان د نوموړې اولنۍ غوښتنې ته تیار دی خو دویمه یعني د حقاني ډلې پرد ضد عملیاتو غوښتنه یې نه ده منلې.

حیدر حسین علي یو شمیر پوښتنې راپورته کوي او لیکي چې که د تیر پشان د پاکستان پوځ اوس هم د حقاني وسله والې ډلې پرضد عملیات نه کوي او ددې ډلې لخوا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وژنه روانه وي نو په امریکايي حکومت به د خپل کانګریس لخوا د یو اړخیز ګام پورته کولو لپاره فشار زیاتیږي نو په داسې حال کې که امریکايي ځواکونه شمالي وزیرستان کې عملیات کوي او د پاکستان لخوا یې پرضد کاروايي کیږي نو څه به وي؟

که دد غه ډلو وسله وال کراچۍ کې پټیږي او ډرون یې هم نشي په نښه کولې نو بیا؟ او که د امریکايي ځواکونو پاکستان کې د داخلیدو له وجې ددې هیواد په پوځ کې شورش کیږي او د خانه جنګۍ لور ته هیواد روان شي نو امریکا به د ایټمي طاقت لرونکي پاکستان د حفاظت لپاره څه کوي؟

حیدر حسین وړاندې لیکي پاکستان د یو شمیر مسلو سره مخامخ دې چې پکې په کراچۍ کې نسلي جګړه، په بلوچستان کې بلوڅ وسله والې ډلې، په سند کې د سیلابونو تباهي او په هیواد کې د خوراکي توکیو د حد نه وتي نرخونه شامل دي. ددې نه علاوه د بجلۍ بحران او دتره ګرۍ پیښو هم دلیکوال په وینا د هیواد ولسي حکومت د ستونزو ښکار کړې دې.

لیکوال وايي په ۲۰۰۹م کال کې چې کله په هیواد کې ځانمرګي بریدونه ډیر زیات شونو د وسله والو نه دولسي خلکو نفرت هم ډیر زیات شو چې په مرسته یې پاکستاني پوځ په سوات او جنوبي وزیرستان کې د وسله والو طالبلنو خلاف کامیاب عملیات وکړل خو اوس حالات بل شان دي خلک هم د پوځي عملیاتو نه ستړي شوي دي ددې نه علاوه د پاکستان ځینې پوځي او سیاسي مشران د خپلو ناکامیو پټولو لپاره د هیواد د ټولو مسلو ذمه واري په امریکا اچوي او امریکا دپاکستاني ولس سره د ډیرو مرستندویه هلو ځلو باوجود دهغوي په زړونو کې ځاې جوړولو کې ناکامه ده.

د فارن پالیسي مجلې ددې مقالې په آخره کې حیدر حسین لیکي د پاکستانی پوځ لخوا د حقاني نیټ ورک په شمول د ټولو وسله والو ډلو خلاف د کاروايي لپاره پکار دي چې د امریکا سره رڼه همکاري اودخپل ولس ملاتړ ولري. که داسې نه وي نو د دواړو هیوادونو تعلقات ډیر خرابیدلای شي.
XS
SM
MD
LG