د ليبيا د لري کړل شوي مشر معمر قذافي ،د هغه د زوی متعصم او د هغه د یوه مرستیال مړي نن سهار وختي په نامالومه ځای کې خاورو ته وسپارل شو.
د دوی مړي له هغې راهیسې د مصراته په سړه کوټه کې پراته وو چې کله دوی له خپل پلرني ټاټوبي سیرت سره نژدې ژوندي ونیول شول.
د قذافي وژنې په ليبيا کې له اتو مياشتو راهیسي روانه جګړه پا ی ته ورسوله.
د هغه وژنه په یوه ناڅرګند حالت کې رامنځ ته شوې خو د لیبیا لنډمهالې اداره وايي چې د معمر قذافي د وژنې پلټنې به کوي.او په دې لړ کې یې د یوې کمېټې جوړولو اعلان هم کړی دی.
د بشري حقونو نړيوال سازمان هم د ليبيا له لنډمهالي حکومته د معمر قذافي او د هغوی د وژل شویو پلويانو د پلټنو غوښتنه کړي ده.
د بشري حقونو د څار ادارې ځانګړي استازي فريډ ابراهمز وايي، ( زما په فکر د معمر قذافي د وژنې تحقيقات د دوو وجوهاتو له وجې ضروري دي. ړومبي دا که د اتحقيقات ونه شو نو دا پیغام به لاړ شي چې ليبيايي ولس قانون په خپلو لاسو کي اخیستی شي ، دويم دا چې دا مهال په سلګونو وسله والې ډلې د قذافي ضد راټولې شوي دي که د قذافي او د هغه د پلويانو د وژنو تحقيقات نه شورو کيږي نو بيا به هره وسله واله ډله په خپلواکه توګه د خپل طاقت استعمال کوي.
بلخوا د لیبیا له سرته رارسېدلي رپوټونه وايي چې د تېلو یوه ټانکر کې له چاودنې څه ناڅه ۱۰۰ تنه وژل شوي دي.دا د لیبیا د پخواني مشر معمر قذافي پلرنی ټاتوبی دی.
رپوټونه وايي،چې چاودنه د ګل په ماښام ناوخته شوې ده چې کله خلکو له ټانکرې څخه خپلو ګاډو ته تیل اچول.