د لاسرسي ځای

تازه خبر

مېرمن نصرت بوټو خاورو ته وسپارل شوه


نصرت بوټو په خپل ژوند کې ډېر سختې ستړې ګاللې وې.د هغې خاوند،دوه زامن او یوه لور ددې په ژوند کې ووژل شول
نصرت بوټو په خپل ژوند کې ډېر سختې ستړې ګاللې وې.د هغې خاوند،دوه زامن او یوه لور ددې په ژوند کې ووژل شول
د پاکستان د پخواني وزيراعظم ذوالفقارعلي بوټو د کونډې او د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظير بوټو مور او د اوسني ولسمشر آصف علي زرداري خواښې نصرت بوټو مړي پرون په لاړ کانه کي په خپله کورنۍ هديره کي خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړې پر مرګ تېره ورځ د پاکستان حکومت د لسو ورځو لپاره د وير اعلان کړی و.

نصرت بوټو د دوه اتيا کالو په عمر کي د تير اتوار په ورځ د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې مړه شوه.

نوموړې له ډېري مودې راهیسې رنځوره وه.

ميرمن نصرت بوټو دوه ځله د قامي اسمبلۍ غړې هم پاتې شوې وه او دجمهوريت د بحالۍ په تحريک ايم آر ډي کې یې هم مهم رول لوبولی و.

هغې په خپل ژوند کې ډېرې سختۍ ګاللې وې.ددې په ژوند کې د هغې خاوند او د پاکستان پخوانی وزیراعظم ذولفقار علي بوټو د پوځي دیکتاتور ضیاء‌ الحق لخوا زندۍ کړل شو،بیا یې دوه ځوانان زامن شاهنواز بوټو د فرانسې په پېریس کې په زهرو ووژل شو او د سیند په مرکز کراچۍ ښار کې یې بل زوی مرتضا بوټو د پولیس په یوه حمله کې ووژل شو.او بیا وروستی د هغې لور او د پاکستان پخوانۍ وزیراعظمه بې نظیر بوټو د پنجاب په راولپنډۍ ښار کې په یوه برید کې ووژل شوه.
XS
SM
MD
LG