د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له شامه خپل سفیر ویوست


د شام ولسمشر بشرالاسد په دمشق کې له امریکايي سفیر رابرټ فورډ سره لیده کاته کوي
د شام ولسمشر بشرالاسد په دمشق کې له امریکايي سفیر رابرټ فورډ سره لیده کاته کوي

امريکا ويلي دي دوی د باوري اندېښنو له کبله خپل سفير له شامه رابللی دی.
د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند مارک ټونر ويلي دي چي شام ته به د دوی د سفير رابرټ فورډ بيا تګ د دغه هيواد پر امنيت ولاړ وي.

بلخوا د دې په غبرګون کي شام ويلي دي چي هغوی په واشنګټن کي خپل سفير عماد مصطفا هم د مشورې لپاره خپل هيواد ته رابللی دی.

د امريکا سفير رابرټ فورډ په شام کي د دوو مياشتو راهيسي د ولسمشر بشارالاسد د رژيم لخوا پر حکومت مخالفه مظاهره چيانو پر شوي تشدد په ډاګه سختي نيوکي کړي دي. د ملګرو ملتونو د يوې شمېرې ترمخه په دې تشدد کي تر دې دمه څه باندي درې زره کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG