د لاسرسي ځای

تازه خبر

د معمر قذافي مړی نن خاورو ته سپارل کېږي


د لیبیا پخوانی مشر معمر قذافي
د لیبیا پخوانی مشر معمر قذافي
تمه ده چې د ليبيا د لري کړل شوي حکمران معمر قذافي مړي به نن خاورو ته وسپارل شي بلخوا د بشري حقونو د څار اداري د معمر قذافي او د هغه د پلويانو د وژني د تحقيقاتو حکم ورکړيدي.

تيره شپه ناوخته د معمر قذافي مړی د مصراته ښار نه يوړل شو چرته چې هلته په يوه سرد خانه کي پروت وو ، معمر قذافي د تير زيارت په ورځ په خپل پلارني ښار سرت کي د ژوندي نيول کيدو وروستو وژل شوي وو.د ليبيا د لنډ مهاله حکومت يوه چارواکي وايلي دي چې د معمر قذافي مړي به په صحره کي په يوه نامالوم ځاي کي ښخولي شي.

د قذافي د زوی معتصم باالله او د یو سلاکار مړي به يي هم په داسي ځایونو کې خاورو ته سپارل کېږي چې قبرونه نه یې نه وي مالوم . په عينې حال کې د بشري حقونو نړيوال سازمانونو د ليبيا له عبوري حکومته د معمر قذافي او د هغه د پلويانو د وژنو د پلټنو غوښتنه کړي ده.

د بشري حقونو د څار ادارې ځانګړي استازي فريډ ابراهمز وايي، ( زما په فکر د معمر قذافي د وژنې تحقيقات د دوو وجوهاتو له وجې ضروري دي. ړومبي دا که د اتحقيقات ونه شو نو دا پیغام به لاړ شي چې ليبيايي ولس قانون په خپلو لاسو کي اخیستی شي ، دويم دا چې دا مهال په سلګونو وسله والې ډلې د قذافي ضد راټولې شوي دي که د قذافي او د هغه د پلويانو د وژنو تحقيقات نه شورو کيږي نو بيا به هره وسله واله ډله په خپلواکه توګه د خپل طاقت استعمال کوي.

د قذافي د وژني سره په ليبيا کي د اتو مياشتو راهسي روانه جګړه ختمه شويده .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG