د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا:ګڼې پرمختیايي ودانۍ جوړې او د جوړېدو په حال کې


نن د اکتوبر په ۲۳ مه نېټه ۲۰۱۱ م کال په پکتیا کې د نوي لوبغالي پرانیستنه وشوه
نن د اکتوبر په ۲۳ مه نېټه ۲۰۱۱ م کال په پکتیا کې د نوي لوبغالي پرانیستنه وشوه
نقیب الله متونوال - خوست

دا اونۍ د افغانستان په پکتيا ولايت کې د دوو ميليونو ډالرو په ارزښت دوې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې او د يوې کار پيل شو. د پكتيا ولايت د مقام لپاره دوه پوړيزه ودانۍ ګټې اخيستنې ته چمتو شوه، د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې وزارت له خوا د نشه يي توكو د نه كر په بدل كې په پکتيا کې سپورتي لوبغالى جوړ شو او د ميخانيکي ليسې د جوړيدو چارې پيل شوې.

د پکتیا ولایت مرکزګردېز ښارشمال لورته په درې کېلومترۍ کې د پکتیا ولایت مقام لپاره نوې جوړه شوي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه.

د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرستيال محمد اصف ننګ د ګرديز د ميخانيکي ليسې په اړه رسنيو ته وويل چې په دې ليسه کې به د برېښنا، موټر جوړونې، لين غزونې او ماشينري زده کوونکي په زده کړو بوخت شي.

پکتیا والي جمعه خان همدرد د پرانیستې په مراسموکې وویل، چې په دې ودانۍ نیږدې اته لکه ډالر چې د دولت له بودیجې ورکړل شوي لګښت شوی او په وینایې د دوی په اداري چاروکې به ورسره لویه مرسته وکړي.

(( په دې ودانۍ ټولټال (۸۰۰۰۰۰) اته سوه زره امريكايې ډالره لګښت شوى او ياد لګښت د محلي ارګانونو د ادارې له خوا وركړل شوى. د دې ودانۍ په جوړېدو سره كه له يوې خوا مناسب ځاى برابرېږي، له بلې خوا د مراجعينو په تګ راتګ كې هم ستونزې راكمېږي او په دې سره به په اداري چارو كې هم مثبت بدلون راشي.((

دغه راز د پکتیا سپورټي لوبغالی، چې د افغانستان د مخدره موادوسره د مبارزې وزارت له خوا ورباندې اووه لکه ډالره لګښت شوی پرانیستل شو.

په دې لوبغالي کې چې بېلابېلې لوبې به په کې ترسره کیږي پریومهال نیږدې ۱۵۰۰۰ کسان ځایولی شي.

د پکتیا د المپیک محمدامین علمیاروایې چې دوی د لوبغالي په جوړیدو خوشاله دي او په دې سره به دوی دلته په اسانۍ او ارامۍ سره لوبې وکړي.

(( دا لوبغالى چې د اووسوو زرو امريكايې ډالرو په لګښت جوړ شوى، په يو وخت د (۱۵۰۰۰) كسانو د ځاېدو ظرفيت لري او په دې لوبغالي كې به د واليبال، فټ بال، هاكي او ځينو نورو لوبې كېږي، چې په دې سره به د پکتيا ولايت د لوبغاړو هغه ستونزې تر يو بريده هوارې شي، چې دوى د سياليو پر مهال ورسره مخ وو.((
څو تنو لوبغاړوهم د دې لوبغالي یا سټډیوم په جوړیدو خوښي څرګنده کړه او د کرکټ د لوبغالي د جوړيدو غوښتونکي شول.
د دې ترڅنګ همدا اوونۍ د پکتیا په مرکزګردېزښارکې د یوې مخانیکي لیسې د جوړیدو چارې هم پیل شوې، چې د افغانستان د مخدره توکوسره د مبارزې وزارت له خوا به یې د ۵۷۰۰۰۰ ډالروپه لګښت په یوکال کې د جوړيدو چارې بشپړې شي.

پکتیا والي وایې، چې د افغانستان د مخدره موادوسره د مبارزې وزارت هغو ولایتونوته چې کوکنارپه کې نه کرل کیږي په کال یومېلیون ډالرامتیاز ورکوي چې په اساس یې د بیارغونې کارونه ترسره کیږي.

همدرد زياتوي: ))په پکتيا کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له خوا په ورکړل شويو امتيازي پيسو د جرګو تالار، سټوډيم او ځينې نورې ټولګټي پروژې د پکتيا کروندګرو ته د مخدره موادو د نه کر په بدل کې ترسره شوې دي. موږ له ټولو هغو پکتيا والو مننه کوو چې د نشه يې توکو د کر په مخنيوي کې يې راسره مرستې کړې دي.((

د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرستيال محمد اصف ننګ د ګرديز د ميخانيکي ليسې په اړه رسنيو ته وويل چې په دې ليسه کې به د برېښنا، موټر جوړونې، لين غزونې او ماشينري زده کوونکي په زده کړو بوخت شي.

نوموړي زياته کړه، چې دا ودانۍ به دېرش درسي خوني ولري او نور اړين امکانات به هم پکې موجود وي.

ننګ د پکتيا له خلکو سره ژمنه وکړه چې د پوهنيز بهير د چټکتيا په برخه کې به د خپل وزارت له اړخه اړيني مرستې کوي.

د یادونې ده، چې دامهال په پکتیا کې د ۲۵ نورو ښوونځیو لپاره هم د ودانیو جوړولو چارې روانې دي چې په جوړیدو به یې د هغوزده کوونکو ستونزې هوارې شي چې تراوسه د شنه اسمان لاندې په ازاده هوا کې زده کړې کوي.
XS
SM
MD
LG