د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکیې ورانونکې زلزلې تر ۳۶۶ ډېر کسان مړه کړل


د تر کيې د کورنیو چارو وزير ایدريس نايم ساهيم په ايرکيس ښار کي د ۱۱۷ او په وان ښار کې د۱۰۰ تنو د مړينې پخلی کړی دی.
د تر کيې د کورنیو چارو وزير ایدريس نايم ساهيم په ايرکيس ښار کي د ۱۱۷ او په وان ښار کې د۱۰۰ تنو د مړينې پخلی کړی دی.
د ترکیې په ختیځو سیمو کي پرون د سختې زلزلي له امله د مړیو شميره څه له پاسه ۲۶۴ کسانو ته رسیدلې ده. وړاندې د تر کيې د کورنیو چارو وزير ایدريس نايم ساهيم په ايرکيس ښار کي د ۱۱۷ او په وان ښار کې د۱۰۰ تنو د مړينې پخلی کړی دی.

خو تازه رپوټونه وايي چې د مړیو شمیر ۳۶۶ ته ختلی دی.


ښاغلي ساهيم زياته کړه چي د ۷ اعشاريه دوه کچې دغه زلزلې لږ تر لږه ۱۱سوه کسان ژوبل کړي او ګڼ شمیر ودانۍ یې ړنګې کړي دي.
د نوموړي دا څرګندونې هغه مهال مخې ته راغلي چې د ژغورنی ډلې تر کنډکپرو ودانیو لاندې نښتیو کسانو د لټون هڅه کوله.

بل لوري د ترکیې وزیراعظم رجب طیب اردغان په وان ښار کې یوې خبري غونډې ته ويلي، که ضرورت وی نو ترکي به د نورو هیوادونو نه د مرستې غوښتنه وکړي. دا وخت یواځې د آذربایجان، ایران او بلغاریه نه راغلی ډلې په مرستندویه کارونو بوختې دي. ”

ناټو ، چين ، جاپان، امريکا،ازربايجان، او يوروپي يونین ترکيې ته د مرستو وړانديز کړی دی.

ترکییه یو له هغه هیوادونو څخه ده چې د زلزلې په لیکه کې پروت دی او په بیا بیا له ورانونکو زلزلو سره مخامخېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG