د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر عملیات:۳۰ کورونه ړنګ کړل شو او کډې بارېږي


له خیبره په سلګونه کورنیو خوندي سیمو ته کډه وړې
له خیبره په سلګونه کورنیو خوندي سیمو ته کډه وړې

فرهاد شینواری ـ خیبر

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د باړې ملک دینخیلو سیمو ته یې یو شمیر امنیتي سرتېري د درونو او سپکو سولو سره دننه کړي دي.

دوی وايي په سیمه کې یې د وسله والو ډلو خلاف د عملیاتو په ترڅ کې د مشکوکو اورپکو ۳۰ کورونه وران کړي او ۲۵ مشکوک کسان یې هم نیولي دي.

دوی ادعا کوي چې له وران کړل شویو کورونو څخه یې ګڼ شمېر وسله هم تر لاسه کړېده.او کورونه یې له وسله والو سره د تړاو په تور ړنګ کړي دي.خو ځايي خلک وايي ،هغوی له وسلوالو سره هیڅ تړاو نه درلود او بې له وجې یې ورته کورونه وران کړي دي.

د باړې سیمې یو اوسېدونکی صحبت اپرېدی مشال ریډیو ته وايي،له تېرو درو ورځو راهسې چې د باړې په ناله سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو عملیات روان کړي دي په دې کې هغوی د بې ګناه خلکو کورونه وران کړي دي.او نه امنیتي ادارو دداسې کس نوم ښودلی چې فلانی وسلوال وو یا له وسلوالو ډلو سره یې تعلق وو.زموږ په کور هم د توپ ګولې ولګېدې چې پکې مشاومان ټپیان شول او کور یې راته وران کړی.

په باړه کې ځايي امنیتي سرچینې وايي ،چې د وسلوالو ډلو پر وړاندې روانو عملیاتو کې د هغوی لخوا هیڅ مزاحمت نه دی شوی.

د روانو پوځي عملیاتو له لاسه په لسګونه کورنۍ له سیمې په وتو دي او د پېښور او جلوزو کیمپونو ته خپلې کډې وړي.

د ځايي خلکو په وینا د شلوبر په سیمه کې د پېښور په لور پر یوه روانه کډه د توپ ګوله لګېدلې چې پکې دوه ښځې او دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

له باړې د پېښور پر لور روان یو بې کوره شوی تن سیدمحمد له مشال ریډیو سره خپل خوالی شریک کړ.

بیګا ټوله شپه ډزې روانې وې،د توپ ګولې دلته هلته لګېدلې ،ماشومان او ښځې یې ژوبلې کړې له ویرې مو کد په سر راخیستې چې خوندي سیمو ته پناه یو شو.

د خیبر پولیټیکل انتظامییه وايي،چې لا هم له خیبر د جلوزو کیمپ ته کډې روانې دي او هلته یې شاوخوا درې زره کسان راجیسټر کړي دي.او زیاتوي چې بې کوره شویو خلکو ته یې خوراکي توکي او خیمې هم ورکړې دي.

د خیبر تحصیلدار غلام فاروق له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل چې اغېزمنو کورنیو ته د د خوړو پوره بندوبست شوی دی.

د خیبر د باړې او ملک دینخیلو په سیمه کې له تېرې یوې اونۍ راهسي د وسلوالو اورپکو ډلو پر وړاندې عملیات روان دي چې پکې درنه وسله هم کارول کېږي.دا عملیات له هغې وروسته پیل شول چې د پاکستان پر امنییتي ځواکونو د وسله والو په برید کې یو کپتان او درې امنیيتي کارکونکي ووژل شول خو پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د دوی په ځوابي برید کې ۳۴ اورپکي هم ووژل شول.
XS
SM
MD
LG