د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ډیورڼد کرښه د مشکوکه پاکستانیو بریدونو جاج اخیستنه


جګپوړی پلاوی پاکستان له لورې د افغانستان په سرحدي سيمو د توغونديزو بريدونو او په سرحدي سيمو کې د پاکستاني فوځيانو د نويو خوځښتونو د ريپورټونو د سپناوي په موخه د دغو سيمو جاج واخيستی.
جګپوړی پلاوی پاکستان له لورې د افغانستان په سرحدي سيمو د توغونديزو بريدونو او په سرحدي سيمو کې د پاکستاني فوځيانو د نويو خوځښتونو د ريپورټونو د سپناوي په موخه د دغو سيمو جاج واخيستی.
بازمحمد عابد مشال ريډيو جلال اباد

د افغانستان د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ، د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي، د بهرنيو ځواکونو لوى درستيز الن جانس، د ملي امنيت سرپرست ريس رحمت الله نبيل او د ملي دفاع وزارت لوى درستيز شيرمحمد کريمي په ګډون يو پلاوى کونړ ته په خپل سفر کې د دغه ولايت د سرحدي سيمو نه د هيلي کپټر له لارې نه ليدنه وکړه.

دوى د پاکستان له لورې د افغانستان په سرحدي سيمو د توغونديزو بريدونو او په سرحدي سيمو کې د پاکستاني فوځيانو د نويو خوځښتونو د ريپورټونو د سپناوي په موخه د دغو سيمو جاج واخيست.

د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ وويل چې کونړ ته د دې پلاوي د راتګ هدف دا دى چې په اينده کې د ورته بريدونو مخه ونيسي. ده وويل:

(( د دغه ټولو ارګانونو مشران چې نن دلته د کونړ ولايت ته راغلي دي، د دغو ټولو په همغږۍ، همکارى او د ايساف په همکارۍ سره وکولاى شو چې په راتلونکي کې په هيواد کې د فجايعو نه خَصوصاَ په کونړ، نورستان او د ننګرهار په سرحدي سيمو کې يې مرګ ژوبله اړولې ده، کورونه يې وران کړي دي، خلک بې ځايه شوي دي، مخنيوى وشي.))

د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي وويل:
(( بې له شکه کوم راکټونه چې د پولې هغې غاړي نه راځي، موږ مخکې له دې چۍ دلته راشو د هيلي کپټر په ذريعه سرحداتو ته ورغلو او له نيږدې مو څار وکړ. همدا رنګه کومې ستونزې چې زموږ ملي اردو، ملي پوليسو او ولايت ته پرتې دي، ټول دې خبرې ته راغلي يو چې د دوى ستونزې واورو او که خداى ته منظوره وه د حل يوه لاره ورته ولټوو.))

د بهرنيو ځواکونو لوى درستيز جون الن وويل چې د افغانستان په خاوره د وروستيو پيښو په وړاندې به جدي اقدام کوي.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي په سرحدي سيمو کې د ملي اردو د ډيروالي، په نويو وسلو د سمبالولو او د هوايي ځواکونو د ورکولو غوښتنې تر څنګ وويل چې په کونړ کې د ولايتي بيا رغونې کارونه په ټپه دريدلي دي، دوي له بهرنيو ځواکونو وغوښتل چې خپل مرکزونه دې د کليو څخه وباسي او په سرحدي سيمو کې دې ځاى په ځاى کړي چۍ د ولسي وګړو د وژلو مخه ونيول شي.

کونړ ته ورغلي لوړ پوړي پلاوي وويل چې د دوى غوښتنې به تر مرکزه رسوي او په اړه به يې هلته وروستى پريکړې کيږي.
XS
SM
MD
LG