د لاسرسي ځای

تازه خبر

د م م د امنیت په شورا کې پاکستان ته غړیتوب ورکړل شو


پاکستان د 2011 او 2012 ميلادي کلونو له پاره د ملګرو ملتونو د امنييتي کونسل غړی هيواد وټاکل شو.

دا دوره د راتلونکې کال له جنوري څخه پیلېږي . په دې اړه د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړیو هیوادونو د استازو د رايې ورکونې په لومړي پړاو کې پاکستان له دریو دوه برخې رايې خپلې کړې . پاکستان چې د ملګرو ملتونو د سولې ساتنې ځواک کې دویم لوی ونډه اخیستونکی هیواد دی ، دا یې اووم وار دی چې د ملګرو ملتونو د امنیت د دشورا موقت دوه کلن غړیتوب تر لاسه کوي . د ملګرو ملتونو د امنیت په پنځلس کسیزه شورا کې چې په نړۍ کې د سولې او امینت د مسلو په اړه پریکړې کوي ، مراکش ، ټوګو ، او ګیوتیمالا هم څوکۍ وګټلې . په عين وخت کې په ياد سازمان کې د پاکستان استازي عبدالله حسین هارون د دې پرمختګ په هرکلي کولو سره ، په کونسل کې له خپل هندي سيال سره د ښې همکارۍ هوډ ښودلی دی-

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG