د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخاباتي کمېسون د غړو غړیتوب معطله کړ


دپاکستان الیکشن کمیشن دجمعې په ورځ له ۲۰۲ د زیاتو قانون جوړونکو غړیتوب معطله کړ ، ځکه چې دوی دخپلو شتمنیو په اړه معلومات نوموړي کمیشن ته په ورسپارلو کې پاتې راغلي وو .

په دغو قانون جوړونکو کې د مرکزي کابینې لسګونه غړي هم شامل دي. په معطل شویو کسانو کې یوسل او درې د ملي اسمبلۍ ، دیارلس د سینټ ، نهه څلویښت د پنجاب د اسمبلۍ اته ویشت د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ ، درویشت د سند د اسمبلۍ او شپږ د بلوچستان د اسمبلۍ غړي دي.
په دغه لیک لړ کې د مرکزي وزیرانو رحمان ملک ، چودري احمد مختار، نوید قمر ، عبدالحفیظ شیخ ، مخدوم امین فهیم ، ډاکټر عاصم حسین او ځیني نور هم شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG