د لاسرسي ځای

د کابل بانک یو مشر وژل شوی دی


د کابل بانک د ختيځ زون اداري مدير ووژل شو.

د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو په سيمه کې د شنبې يا خالي په ورځ د کابل بانک د ختيځ زون اداري مدير سيف الرحمن د يوې بمې چاودنې له امله ووژل شو او درې تنه ملګري يې ژوبل شول. د خوګياڼو ولسوال حاجي محمد حسن مشال ريډيو ته د ټيلفون په کرښه وويل چې نوموړى نن سهار خپلې وظيفې ته د تلو په حال کې و چې د لارې په سر په يوه ښخ شوي مين په داسې حال کې والوته چې د خپلو دريو تنو ملګرو سره پلي روان و. ولسوال زياتوي چې تر اوسه دا مالومه نه ده چې د نوموړي وژنه سياسي ده او که شخصي خو وايي چې په دې حقله پلټنې روانې دي. په ننګرهار کې د خوګياڼو ولسوالي يو له نا امنه ولسواليو څخه شميرل کيږي چې وخت په وخت په کې د شخصي دښمنيو له وجې قومي مشران د ورته بمي چاودنو ښکار کيږي
XS
SM
MD
LG