د لاسرسي ځای

تازه خبر

باړه عملیات، په سلګونه کورنۍ بې کوره


په باړې کې د عملیاتو له کبله یو بې کوره شوی ماشوم پېښور ته روان دی. ده په رېړه کې د کور سامان اچولی دی.
په باړې کې د عملیاتو له کبله یو بې کوره شوی ماشوم پېښور ته روان دی. ده په رېړه کې د کور سامان اچولی دی.
فرهاد شینواری، مشال راډیو

لواړګی
- د پاکستان د پوځي چارواکو له وینا سره سم، دوی د خیبر اېجنسۍ په باړې کې د پراخو عملیاتو پرېکړه کړې ده.

دوی دا پرېکړه د امنیتي سرتېرو او د وسله والو تر منځ د پرله پسې نښتو له کبله کړې ده.

پوځي چارواکو د باړې په ملک دین خېلو، سپاه، منډۍ کڅ، ناله، یوسف تالاو، کوهي چوک، او د میاګانو خوړ اوسېدونکو ته د خپلو کورونو د پرېښودو امر کړی دی.

تر دې امر وروسته، په سیمه کې ډېرو خلکو د پېښور په لوري کډې کړې دي.

په دې سیمو کې د نا امنیو او پوځي عملیاتو له کبله یوه بې کوره شوي کس زاهد اپریدي مشال راډیو ته وویل: ((په سیمه کې حالات خراب دي؛ جنګ دی او پوځ راته اعلانونه وکړل چې ژر تر ژره له دې سیمو ووځئ. نو بس اوس روان یو، ماشومان او ښځې مو هم در په دره دي او له خپلوانو کره به ځو اوس.))

د باړې یوه بل اوسېدونکی، عبد الله وايي: ((د ډېر غم له لاسه مو روټۍ هم نه تېرېږي، په ماشومانو باندې مو مارټر ګولې را پرېوځي، او په سیمه کې مو تېره ورځ هم د مارټر ګولو د چاودېدو له کبله یو شمېر ماشومان او ښځې وژل شوې او ژوبلې شوې دي. ماشومان مو بې تعلیمه پاتې شول، او موږ هم بې روزګاره شو او کورونو مو هم وران شول.))

له باړې بې کوره شوې کورنۍ پېښور ته داخلېږي.
له باړې بې کوره شوې کورنۍ پېښور ته داخلېږي.
له باړې د نا امنیو له کبله د بې کوره شویو خلکو په اړه د پېښور او باړې پر پوله د بټه تل په سیمه کې د باړې پولیټیکل تحصیلدار غلام فاروق مشال راډیو ته وویل: ((لا تر دې دمه یواځې د بټه تل پر لاره د باړې د خلکو شا و خوا ۳۵۰ کورنۍ پېښور ته کډه شوې دي. پولیټیکل چارواکو ورته دلته ګاډي ودرولي دي چې د جلوزو کیمپ ته یې ورسوي خو ډېری کډوال جلوزو ته نه ځي او د پېښور په نوي کلي، متنو او بډه بېره کې خپلو خپلوانو کره روان دي. خو که څوک وغواړي نو موږ یې جلوزو ته رسولای شو او هلته مو ورته د خواړو او خیمو بند و بست هم کړی دی.))

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یو این اېچ سي آر وايي چې په جلوزو کې له مخکې لا د باړې شا و خوا ۶۰۰۰ کورنۍ مېشتې دي.

د خیبر په باړې کې له اوږدې مودې راهیسې عملیات روان دي. په دې سیمه کې له تېرو ورځو راهیسې د امنیتي سرتېرو او اورپکو تر منځ نښتې توندې شوې دي.

په باړې کې د لشکر اسلام په نوم وسله واله ډله فعاله ده چې مشري یې منګل باغ کوي.
XS
SM
MD
LG