د لاسرسي ځای

ژباړه: ګل ایاز، مشال راډیو

فارن پالیسي مجلې د افغانستان، پاکستان او کشمیر د یو لوی ګټور قرار داد تر سرنۍ لاندې یوه مقاله لیکلې ده.

مجله لیکي چې د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکي پېچلي دي، او په افغانستان کې پر ترجیحاتو اختلافات لري نو په دې وخت کې امریکا ته په خپلې ستراتیژیکي پالیسۍ کې بدلون په کار دی.

لومړی باید دا سودا وشي چې پاکستان، په افغانستان کې څه غواړي؟ هغه دې ورته بیا په دوو شرطونو ورکړل شي. یانې، پاکستان دې په افغانستان کې د ترهګرۍ مخه ونیسي، او دویم، پاکستان دې د کشمیر مسله هواره کړي او په اوسنیو جغرافیايي کرښو دې سلا شي.

مجله لیکي، دا د ناروغۍ درملنه نه ده، او نه هم دا دومره اسانه ده چې وشي. خو امریکا سره په اړیکو کې، د دې مسلو له هوارولو سره حالات بدلېدای شي.

مجله لیکي، په تېرو لسیزو کې امریکا او پاکستان د افغانستان لپاره یو قسم تګلارې لرلې، خو د سپټمبر د ۱۱مې تر پېښو وروسته په دې تګلارې کې بدلون راغی.

په ۱۹۵۰ او ۶۰ کالونو کې او بیا په ۱۹۸۰ کال کې ستراتیژیکي همکارۍ نیمې ریښتیا وې خو تر دې وروسته د دواړو هیوادونو موخې بیلې بیلې وې.

فارن پالیسي مجله لیکي، دا مهال د پاکستان پوځ مشر په کابل کې ملګری حکومت لیدل غواړي چې مطلب یې دا دی چې د پاکستان لپاره درناوی ولري او د هند تر اغېزه ازاد وي.

مجلې د پاکستان او امریکا تر منځ د پېچلو اړیکو تر شا د محرکاتو په اړه لیکلي چې د رېمنډ ډېوس معامله، د اسامه بن لادن وژنه، او بیا د امریکا د ګډو ځواکونو د پخواني مشر مایک ملن د پاکستان پر ضد بیان د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکي نور هم خراب کړل.

مجله د مقالې په پای کې لیکي، چې د لسو کالونو په جګړه کې او د پاکستان لخوا د سختو پالیسو له کبله د مسلو لپاره یاده شوې ستراتیژیکي لار تر ټولو غوره ده.
XS
SM
MD
LG