د لاسرسي ځای

تازه خبر

د م م د امنیت په شورا کې د نویو غړو لپاره رایه اچونه


د ملګرو ملتونو په یو سل درې نوي غړي لرونکې عمومي اسمبلۍ کې نن د امنیت د شورا لپاره د پنځو غیر مستقلو غړو د ټاکلو په خاطر رایې اچول کیږي.

د اسیا لپاره پر ځانګړې چوکۍ د پاکستان او کرغزستان یو له بل سره مقابله ده. پاکستان تر دې وړاندې شپږ ځله پر دې چوکۍ پاته شوی دی خو د کرغزستان به د کامیابۍ په صورت کې دا لومړۍ ځل وي چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د دوو کالو غیر مستقل غړی شي. هند د روان کال په پیل کې دا غړي توب تر لاسه کړ چې د ۲۰۱۲م کال تر پایه به دوام لري. د ملګرو ملتونو د منیت شورا چې د نړۍ د امنیتي اندېښنو په اړه پرېکړې کوي ، پنځه مستقل غړي لري چې په هغو کې بریتانیا ، چین ، فرانس ، روس او امریکا شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG