د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې بیا وداني او بیا رغاونه


په بغلان ولایت کې د بیا ودانۍ کارونه روان دي. د سیمې اوسېدونکي ګیله من دي چې د دې کارونو له کبله کوڅې او سړکونه تړل شوي وي.
په بغلان ولایت کې د بیا ودانۍ کارونه روان دي. د سیمې اوسېدونکي ګیله من دي چې د دې کارونو له کبله کوڅې او سړکونه تړل شوي وي.
ژباړه: احمد شاه اعظمي، مشال راډیو

سرچینه: فارن پالیسي مجله


فارن پاليسي مجله په افغانستان کي د بيا رغوني په لړ کي د ټېکو په اړه ليکي، په دا هيواد کي د معدني وسيلو له لاري بايد دولت لاس ته راوړل شي.

که چيري بهرنۍ مرستي کمي شي نو افغانستان به د انرژۍ او معدني پرمختګ له لاري پر پانګي اچوني زياته تکيه کوي چي دا ډول دوی د بيا رغوني کارونه پر مخ بوزي او خپل امنيتي ځواکونه برقراره وساتي.

اداري کمزورتيا د افغانستان د حکومت تر ټولو لويه کمزوري ده.

په ګټورو څانګو کي پرمختيايي کارونه کولای شي چي د هيواد اقتصاد پر مخ بوزي او د حکومت واک پياوړی کړي. تر اوسه امريکايي او نوري غربي کمپنۍ په دې نه دي توانېدلي چي په افغانستان کي بريالۍ شي.

افغان حکومت اوس د معدني پرمختګ دوې لويي منصوبې د چين کمپنيانو ته ورکړې چي هيواد يې هم تر شا ولاړ ده. مجله ليکي، د امريکا د دفاع وزارت د تګلارو له کبله د چين کمپنيانو پر غربي کمپنيانو برلاسی تر لاسه کړی.

په ښکاره خو د امريکا د دفاع وزارت نه غواړي چي د افغانستان معدني وسيلې د چين لاس ته ورشي خو د امريکا د دفاع وزارت په پروسه کي د نيمګړتياوو له کبله د چين د حکومت په ملاتړ چيني کمپنيانو د نورو شخصي کمپنيانو په پرتله ګټه تر لاسه کړه.

د امريکا د دفاع وزارت دا نه ګوري چي د ټېکېدار ماضي څنګه ده او دی خپلي ژمني پوره کولای شي او کنه.

او دوی دا نه احساسوي چي افغانستان بيلا بيلو پانګه اچونکو ته اړتيا لري. دا کار د يو هيواد په ګټه نه دی چي د کاروبار چاري يې يوازي د يوه بهرني هيواد کمپنياني پر مخ بوزي.
XS
SM
MD
LG